د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ویلي، "مونږ دا قربانۍ ځکه ورکړي چې د مولانا سميع الحق د بچو مخې ته ولاړ وو۔ نن يو ځل بيا د مولانا بچو ته مېدان تيارېږي چې داسې د افغانستان سره سره پاکستان هم تباه کړي".
اېمل ولي خان په بل ټویټ کې ویلي، "ای اېن پي به د منطقې د امن په خاطر د افغان امن عمل د خرابولو هره هڅه ناکاموي ځکه چې دا د پوره منطقې د امن ضمانت دی".
مونږ د عدم تشدد پلويان يو۔ مونږ دا قربانۍ ځکه ورکړي چې د مولانا سميع الحق د بچو مخې ته ولاړ وو۔ نن يو ځل بيا د مولانا بچو ته مېدان تيارېږي چې داسې د افغانستان سره سره پاکستان هم تباه کړي۔ مونږ به د عدم تشدد بېرغ په لاس دوي ته ماتې ورکوو ځکه چې قام اوس بېدار دے۔اېمل ولي خان https://t.co/wEwU6rgc5S
— Awami National Party (@ANPMarkaz) November 11, 2020
اېمل ولي خان دغه ټويټس د "مونږ د سردار بابک سره ولاړ يو"، هېش ټېګ سره کړي دي، هغه ويلي د سردار بابک خلاف کمپېن چلونکي دي واوري چې دغه د دوی مشترکه بيانيه ده.
د حامدالحق بيان
په وروستيو کې د جمعيت علما اسلام سميع الحق ډلې مشر حامد الحق ويلي ؤ چې "د افغانستان او هند نه مدرسو ته خطره ده ځکه چې دوی په افغانستان کې د جهاد والو طالبانو ملاتړ کوي"، هغه ويلي ؤ "افغان حکومت ته وايي چې طالبانو ته تسليم شي ځکه چې جګړه يې ګټلي ده، چې امریکا لاړه نو تاسو هم په ارام شئ".
افغانستان د حامد الحق دغه بيان غندلی ؤ.
حامد الحق ته د سردار بابک ځواب
د مولانا سميع الحق د زوی دغه بيان ته د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا عمومي سېکتر سردار حسېن بابک په ځواب کې ويلي، چې په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د سولې خبرې روانې دي، ته څوک يې چې داسې خبرې کوې ستا پلار به د لکونو پښتنو وژونکو ته بچي ويل.
هغه ويلي، "ای د سميع الحق بچيه، زه د يو پښتون په حېث د پښتنو د تحریک د يو زمه وار په حېث ستا نه تپوس کوم چې ستا پلار په اسلام اباد کې په چړو مړ پروت ؤ په تا کې دا جرات نشته چې د هغه تپوس وکړې؟".
مولانا سميع الحق
مولانا سميع الحق چې د خېبرپښتونخوا په نوښار کې د دارالعلوم حقانيه مدرسې او جمعيت علما اسلام (س) ډلې مشر ؤ، د کال 2018م د نومبر په دوېمه نېټه په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د نامالومو کسانو د چړو په ګوزارونو وژل شوی ؤ.
مولانا سمیع الحق به خپل ځان د طالبانو د "روحاني پلار" په نوم یادولو، ويل کيږي دا ځکه چې ګڼ شمېر مهمو طالبانو د هغه د مدرسې نه تعلیم ترلاسه کړی وو.
د جمعيت علما اسلام (س) بيان
د سردار بابک بيان ته په ځواب کې د جمعيت علما اسلام (س) ډلې وياند مولانا يوسف شاه ويلي، "د مولانا سميع الحق دښمنان او قاتلان امریکا او هند دي، او حامد الحق د خپل پلار بدل په افغانستان کې د خپلو شاګردانو په زريعه اخستی دی او د مولانا سميع الحق روحاني اولاد د هغه بدل اخستی دی".
مولانا يوسف شاه دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په درېم نومبر مولانا حامد الحق په خپله فېس بک پاڼه د ورځپاڼې يو خبر خپور کړی چې پکې ويل شوي دي، "حکومت دې د مولانا سميع الحق قاتلان ونيسي".
افغانستان د سميع الحق د زوي بيان غندلی
افغانستان د سمیع الحق څانګې رهبر حامدالحق خبرو ته غېر زمه واره بيان ویلي او په کلکو ټکو کې يې غندلی دی او په دغه اړه يې خپل اعتراض په کابل کې د پاکستان سفارت ته استولی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د تأمین برخه کې خپلو سپارل شوو تعهداتو ته ژمن پاتې شي، د دا ډول ناوړه اعمالو چې د نړیوالو حقوقو د اصولو او ښه ګاونډيتوب د نړیوال منل شوي اصل سره ښکاره ټکر لري، مخه ډب کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دا ډول دښمنې کړۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل باور وروستۍ رامنځته شوې فضا له منځه وړلو په موخه، پاروونکي اقدامات ترسره کړي.
په ټولنيزو رسنیو بيا "مونږ د سرداربابک سره ولاړ يُو" د هېش ټېګ لاندې ټرېنډ چلېدلی او ډېری خلکو د هغه سره د يو والي څرګندونه کړې ده.