د پېښور هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) وقار احمد سېټهـ د کرونا وايرس له امله مړ شوی دی، د هغه کورنۍ او د پېښور هايکورټ د سېټهـ مړينه تاييد کړې ده.
د پېښور هايکورټ ویاند ويلي هغه د تېرو څو ورځو نه د اسلام اباد په يو شخصي روغتون کې داخل ؤ درملنه یې روانه وه.
ويل شوي هغه د کرونا وايرس په رنځ اخته شوی او په وېنټي لېټر ؤ.
د هغه جنازه به نن د جمعې په ورځ [13 نومبر] د ماسپښين نه وروسته په پېښور کې ادا کولی شي، د هغه نه يې ښځه او لور پاتې شو.
وقار احمد سېټهـ څوک ؤ؟
جسټس وقار احمد سېټهـ د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې په 16م مارچ 1961 کال کې زېږېدلی ؤ.
نوموړي قاضي د پېښور د اسلاميه کالج نه د بي اېس سي ډګرۍ ترلاسه کولو وروسته د خېبر لا کالج نه په 1985م کې د وکالت ډګري (اېل اېل بي) ترلاسه کړه او په کال 1990 کې د پېښور هایکورټ بار ممبر جوړ شوی ؤ.
ښاغلی سېټهـ په کال 1986م کې وکالت پېل کړی او د 25 کالو د وکالت وروسته په 2011م کال کې د پېښور هايکورټ جج ټاکل شوی او په جون 2018م کې د پېښور هايکورټ چيف جسټس جوړ شوی ؤ.
د وقار احمد سېټهـ يادې فېصلې
د نوموړي په يادو فېصلو کې پخواني پوځ امر پروېز مشرف ته د تېزندۍ اورولو فېصله وه. د هغه په مشرۍ د ججانو د درې کسيزه ډلې ځانګړي عدالت تېر کال د دسمبر په مياشت کې پروېز مشرف ته د تېزندۍ سزا اورولې وه.
وقار احمد سېټهـ په خپله د فېصلې په 66 پېراګراف کې ویلي ؤ چې که پروېز مشرف له سزا پرته مړ شي نو د هغه مړی دې په اسلام اباد کې د پارلمان مخ ته پر ډي چوک درې ورځې را وځړول شي.
په پاکستان کې دغه فېصلې ته تاريخي فېصله ویل شوې وه، که څه هم وروسته د روان کال جنورۍ په مياشت کې د لاهور هايکورټ د وقار احمد سېټهـ په مشرۍ جوړ کړی شوی ځانګړی عدالت غېر قانونه ګرځولی ؤ.
هغه د 2018م کال د اکتوبر په میاشت کې د پوځي عدالتونو لخوا سزاوار کړی شوؤ 74 مشکوک ترهګرو سزاګانې ځنډولې وې په کومو کې چې زياترو د مرګ او عمر بند سزاګانې اورول شوې وې.
نوموړي د پېښور چټک بس سروس (بي ار ټي) پروژې د پلټنو امر هم کړی ؤ.
د چيف جسټس وقار احمد سېټهـ په مړينه خفګان
د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټهـ مړينه په ټولنيزو رسنیو، خلک غټ تاوان بولي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او پوځ د نوموړي په مړينه د خفګان څرګندونه کړې د هغه دپاره يې دعا غوښتې او د کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده.
Saddened to learn of the passing of Chief Justice Peshawar High Court Waqar Ahmed Seth. May his soul rest in peace - Ameen. My condolences & prayers go to his family.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) November 12, 2020
General Qamar Javed Bajwa, #COAS expresses grief on passing away of Chief Justice Peshawar High Court, Justice Waqar Ahmed Seth . “May Allah bless his soul & give strength to the bereaved family to bear this irreparable loss, Ameen”, COAS.
— DG ISPR (@OfficialDGISPR) November 12, 2020
په پېښور کې د امریکا قونصلګرۍ هم د وقار احمد سېټهـ په مړينه دخفګان څرګندونه کړې اوويلي يې دي د هغه ورکړه به په خېبرپښتونخوا او پاکستان کې ژوندۍ وي.
I am saddened to hear of the passing of Peshawar High Court Chief Justice Waqar Ahmed Seth due to COVID-19. His legacy will live on in Khyber Pakhtunkhwa and across Pakistan. We offer our heartfelt condolences to his family and loved ones - GM
— US ConsulatePeshawar (@USCGPeshawar) November 13, 2020
د مسلم ليګ ن ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز نوموړي جج ته په مخاطب کولو سره ويلي، "په تاريخ کې به تل ژوندی یې او اتل به يادول کېږي".
You will be alive in history & remembered as a hero. May you rest in eternal peace. Ameen. https://t.co/LwvNiGBEYY
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) November 12, 2020
د پېښون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم د چيف جسټس وقار احمد سېټهـ په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او د هغه د پوځي عدالتونو، په خېپرپښتونخوا کې د بنديوانو د مرکزونو او مشرف ته اورول شوې فېصلې يې تاريخي يادې کړي دي.
Deeply saddened over the passing away of PHC judge Waqar Ahmed Seth. Two days back he had approached SC for being superseded three times in his elevation to SC. He had given landmark verdicts against military courts, KPK internment centres & Musharraf. #JusticeWaqarSeth
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) November 12, 2020
د خېبرپښتونخوا د ماتم اعلان
د خېبرپښتونخوا حکومت د پېښور هايکورټ د چيف جسټس په مړينه د يوې ورځې د ماتم اعلان کړی چې ملي بېرغ به نيمکښو وي.