د ماشومانو د حقونو په نړيواله ورځ د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې د ملګرو ملتونو ادارې [يونيسف] په پاکستان کې د 30 پورې يادې ودانۍ په برقي رنګونو رنګ کړي او په دغه ډول يې د ماشومانو د حقونو ورځ په ځانګړې توګه نمانځلې ده.
په يادو ودانيو کې باب خېبر يا د خېبر پاس دروازې او پېښور اسلاميه کالج پوهنتون عکسونه هم شامل کړی شوي دي.
يونيسف پاکستان ويلي د پاکستان د بشري حقونو د وزارت سره یې دغه ودانۍ رنګ کول يې د ماشومانو د حقونو په ملاتړ کې څرګندونه کړې ده.
آج رات وزارتِ انسانی حقوق اور یونیسف بچوں کے عالمی دن کے موقع پر ملک بھر کی 30 اہم، تاریخی اور یادگار عمارتیں نیلے رنگ میں روشن کرینگے۔ یہ بچوں کے حقوق کی حمایت کے اظہار میں کیا جا رہا ہے۔#WorldChildrensDay2020 pic.twitter.com/Pi76RhY0do
— UNICEF Pakistan (@UNICEF_Pakistan) November 20, 2020
د ماشومانود حقونو په نړيواله ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي دوی د ماشومانو د حقونو په لړ کې د ملګرو ملتونو اصولو او لوظنامو پوره کولو ته ژمن دي.
هغه ویلي په ملک کې يې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د جنسي تیريو څخه ژغورلو دپاره يې يو شمېر ګامونه پورته کړي دي.
د پاکستان د بشري حقونو وزیر شيري مزاري په خپله ويلي، په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو او ساتنې دپاره ډېر قوانين جوړ شوي خو هغه پوره نه عملي کيږي ځکه چې يو خو پرې خلک خبر نه دي او بل د خلکو ذهنيت بدلول پکار دي.
هغې ویلي حکومت يې هڅه کوي چې په ائين کې ماشومانو ته ورکړی شوي حقونه عملي کړي او په دغه لړ کې نړيوالې ژمنې پوره کړي.
Today is World Children%27s Day. Our children are our asset. It is our moral & constitutional duty & our international commitment under Convention on Rights of the Child to ensure a safe & enabling environment for all our children. We are moving resolutely to fulfil these goals. pic.twitter.com/EWShYCKuRL
— Shireen Mazari (@ShireenMazari1) November 20, 2020
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې ساحل په خپل رپورټ کې ویلي د روان کال 2020 په لومړيو شپږو مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو پېښې 14 فيصده سېوا شوي دي.
يادې ادارې ویلي د جنورۍ نه تر جون پورې د ملک په څلورو واړو صوبو، اسلام اباد، ازاد جمو و کشمیر او ګلګت بلتستان کې د ماشومانو د تیريو 1489 پېښې رپورټ شوې وې.
دغه رنګ ويل شوي ؤ د شمېرو په حساب په شپږو میاشتو کې هره ورځ اته ماشومان د تیري ښکار شوي دي.