کرونا وبا: د پاکستان حکومت د تعليمي ادارو بندولو اعلان کړی خو وفاق المدارس وايي مدرسې نه بندوي

په پاکستان کې د ديني مدرسو غټ بورډ وفاق المدارس العربيه پاکستان ويلي د کرونا وبا د دوېمې چپې په مهال دينې مدرسې نه بندوي، په داسې کې چې حکومت د تعليمي ادارو د بندېز اعلان کړی دی.

د وفاق المدارس العربيه پاکستان وياند طلحہ رحماني وايي پرون چې د وفاق المدارس عمومي سېکتر حنیف جالندهري د مدرسو د نه بندولو کومه خبره کړې ده هغه خبره په ځای ده، بله کومه پرېکړه تراوسه نه ده شوې او نه د مدرسو بندولو په اړه کومه مشوره شوې ده.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د کرونا وبا په اړه مدرسې ځکه محفوظ دي چې په مدرسو کې زده کوونکي يا طالبان په دیوال دننه وي د بهر خلکو سره يې تګ راتګ کم وي.

هغه دعوه وکړه تراوسه پورې په مدرسو کې د کرونا کومې پېښې هم مخې ته نه دي راغلي.

د وفاق المدارس د ویاند ترمخه دا وخت د وفاق المدارس بورډ سره په ملک کې نزدې 22 زره مدرسې رجسټرډ دي چې پکې د 25 لکه پورې هلکان او جينکۍ زده کړې کوي.

په پاکستان کې د وفاق المدارس سره د دينې مدرسو څلور نور بورډونه هم دي خو وفاق المدارس تر ټولو غټ بورډ دی.

د وفاق المدارس د مدرسو نه بندولو په اړه وي او ای ډيوه د مرکزي حکومت او خېبرپښتونخوا د حکومتي اړونده چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

خو بل لور ته بیا د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ويلي د کرونا وبا په لړ کې د اسلام اباد هايکورټ فېصله موجوده ده او غېر سياسي فېصله ده چې حکومت دې د کرونا وبا د مخنيوي دپاره سخت ګامونه پورته کړي او په هغې عمل نه کول د قانون سرغړونه ده.

نوموړي دغه خبره د مخالفه 11 ګوندونو د غورځنګ [پي ډي اېم] لخوا د جلسو کولو او د حکومت په لارښوونو د عمل نه کولو په اړه کړې ده.

هغه زياته کړې کرونا وبا يواځې د حکومت مسله نه ده بلکې دا قامي مسله ده او چې څوک هم د کرونا وبا په لړ کې د حکومت په لارښوونو عمل نه کوي او احتياطي تدابير نه نیسي حکومت به يې پرضد ګام اخلي.

په پاکستان کې د کرونا وبا دوېمه چپه روانه ده او په ملک کې د کرونا وبا د مخنيوي دپاره د سبا 26 نومبر نه د تعلیمي ادارو د بندولو پرېکړه شوې ده.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې د کرونا پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي او د کرونا وبا د مخنيوي دپاره جوړې قومي رابطه کار کمېټۍ [اېن سي او سي] مشر او د پلاننګ وزیر اسد عمر ویلي که خلک احتیاط ونه کړي راتلونکې دوه اوونۍ به ډېرې خطرناکې وي.

په پاکستان کې د کرونا وبا په مهال د ملک په بېلابيلو برخو کې سمارټ لاک ډاؤن يا ټولبند هم په ځای کړی شوی دی.