زلمی خليلزاد بيا د سيمې په سفر روان شوی

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي بيا د سيمې په سفر روان شوی، وايي د افغان سولې د خبرو د ملاتړ دپاره به انقره ته لاړ شي او بيا به دوحې ته سفر وکړي د افغان پلاوي او طالبانو سره به وويني.

نوموړي په ټویټر ویلي، بيا د سيمې په سفر روان شوی اول به ترکي ته لاړ شي او بيا به د دوحې سفر وکړي.

هغه ويلي د انقرې څخه به "د دوحې په لور روان شم چې وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارو په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولې شو چې مرسته وکړو تر څو د یوې سیاسې نقشې او تلپاتي او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي".

خليلزاد د سيمې په سفر کې نورو هېوادونو ته د تګ په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې يې ده د سفر موخه يې د افغان سولې د بهير دپاره نور نړيوال ملاتړ تر لاسه کول دي.

خليلزاد دغه سفر په داسې حال کې کوي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي ؤ "د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا بحث پیل کیږي".

امریکا، ملګرو ملتونو او افغانستان په خپله د دوحې خپلمنځني خبرو کې د دوه نیمو میاشتو له ځنډ وروسته د رامنځته شوي دې مهم پرمختګ تود هرکلی کړی او وایي دا پرمختګ به اوس په افغانستان کې دائمي اوربند او د سیاسي تګلارې مشخص کولو ته لاره جوړه کړي.

پاکستان هم د افغانستان د سولې په خبرو کې د دواړو ډلو د يو بل سره د قاعدې او طرزالعملونو په موافقه کېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي د بېن الافغاني خبرو ملاتړ به جاري ساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه مهم پرمختګ به په بېن الافغاني خبرو کې په کاميابو نتيجو کې مرستې وکړي.

پاکستان ويلي د بېن الافغاني خبرو ملاتړ به کوي کومې خبرې به چې جامع پراخه او سياسي حل لاره لري او د خوشحاله، باثباته افغانستان دپاره لاره هواره کړي.

پاکستان دریځ لري د امریکا سره د خبرو دپاره يې طالبان د خبرو مېز ته په راوستو کې رول لوبولی او اوس هم په دغه لړ کې خپلې هڅې جاري ساتي.