جلال اباد کې خبرياله ملالۍ ميوند په وسله وال بريد کې وژل شوې

ملالۍ ميوند

د افغانستان د ختيځ ولايت/صوبې ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نن د زیارت/ پنجشبنې په سهار په يو وسله وال بريد کې د انعکاس رېډيو او ټي وي خبرياله ملالۍ میوند سره د ډرائيوره وژل شوې ده.

افغان ميډيا د ننګرهار د والي د وياند عطاالله خوګياڼي څخه تاييد کړې چې ملالۍ ميوند نن سهار اووه بجې د دفتر په لاره روانه وه چې وسله وال بريد پرې شوی او هغه پکې د ډرائيوره سره وژل شوې ده.

خوګياني ويلي ملالۍ په ننګرهار کې د خبريالې سره فعاله هم وه.

انعکاس رېډيو په خپله ټويټر پاڼه هم دغه پېښه تاييد کړې ده.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د ملالۍ ميوند په وژنه په ټولنيزو رسنيو د خفګان څرګندونه شوې ده.

کبیر حقمل په ټويټر ويلي، په افغانستان کې د خبریالانو پرضد ظلم او تشدد دوام لري. او نن سهار يې هغه ووژله.

په پېښور کې جرنالسټ عقيل يوسفزي هم د ملالۍ ميوند په مړينه د خفګان څرګندونه کړې ده.

د ملالۍ میوند د پېښې وړاندې د نومبر په 12م د افغانستان په هملند ولايت کې د ازادۍ رېډيو خبريال الياس داعي په مقناطيسي ماين چاؤدنه کې وژل شوی ؤ.

او له دغې وړاندې په اووم نومبر په کابل کې د طلوع نيوز پخوانی خبريال يما سياوش او د هغه سره دوه نور کسان په مقناطيسي ماين چاؤدنه کې وژل شوي وو.