د طالبانو د اسلام اباد سفر د افغان سولې د خبرو د عمل برخه ده، صادق

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی چې د اسلام اباد په سفر دی، دا سفر د پاکستان د هغه پاليسي برخه ده چې فريقېن یې د لارې د سولې خبرو ته ورسي.

محمد صادق په ټویټر ویلي،

"د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سياسي کمېشن پلاوی د 16م دسمبر نه تر 18م دسمبر پورې د پاکستان په سفر دی، او دا پلاوی به د وزيراعظم او بهرنیو چارو وزير سره ویني".

هغه په بل ټویټ کې ویلي،

"دا سفر د پاکستان د هغه پالیسۍ برخه ده چې مهم افغان اړخونه د سولې خبرو ته ورسي کومې خبرې ته په تېر ستمبر کې په دوحه کې پېل شوې وې. پاکستان په افغانستان او سيمه کې د تلپاتې سولې د سياسي جوړ جاړي، ثبات او خوشالۍ دپاره پراخه ملاتړ کوي".

د طالبانو پلاوي په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې د ګل/ دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او بهرنيو ځواکونو مشر جنرل سکاټ میلر د اسلام اباد سفر کړی ؤ او د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې د مشر جنرل فېض حميد سره یې ليدلي د افغانستان د سولې د عمل او امنيت په سر يې ورسره خبرې اترې کړې وې.

د طالبانو د پلاوي د پاکستان د سفر په اړه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ویلي، د ملا برادر اخند په مشرۍ پلاوی به نن د شورو/ چارشنبې په ورځ د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او بهرنیو چارو د وزير سره ویني.

محمد نعيم ويلي د طالبانو پلاوی به د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره په ليدنو کې د دواړو هېوادونو د اړونده موضوعاتو او په ځانګړي ډول د مهاجرينو د ستونزو، د پاکستان سره د افغانانو د تګ راتګ او افغان سوداګرو په ستونزو خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو ترمنځ په بېن الافغاني خبرو کې د 20 ورځو وقفه شوې او ویل شوي په 5م جنورۍ 2021م به دغه خبرې بيرته روانيږي.

له دې وړاندې هم د روان کال د اګست په مياشت کې د ملا برادر په مشرۍ پلاوي د پاکستان سفر کړی ؤ.