د لاهور يو عدالت د پښتونخوا مېپ مشر محمود خان اڅکزی غوښتی

د لاهور سيشن کورټ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی غوښتی چې نن په 24 دسمبر دې عدالت ته حاضر شي.

د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د خبر ترمخه تنوير ارشاد نومې تن عدالت ته خواست کړی چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د پي ډي اېم د لاهور جلسې ته په وېنا کې نامناسبه څرګندونې کړې وې.

او د لاهور سيشن عدالت قاضي [جج] رضوان عزيز بيا نن په 24م دسمبر محمود خان اڅکزي ته عدالت ته د حاضرېدو سمن جاري کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان سيکرټري جنرل رحيم زیارتوال وايي، محمود خان اڅکزی په کوټه کې دی، او وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يې وويل هغه په خپله د ميډيا د لارې د دغه سمن نه خبر شوی دی.

زيارتوال وويل، " مشر محمود خان اڅکزي د لاهور په جلسه کې کومه بده خبره نه ده کړې نه يې د چا سپکاوی کړی دی، هغا څه یې ویلي چې رښتيا دي".

محمود خان اڅکزي په 13م دسمبر د لاهور په مينار پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو جلسې ته په وېنا کې ویلي ؤ، لاهور ته راغلي څه ګيلي کوي څه وعدې کوي او څه وعدې اخلي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي ؤ چې په افغان وطن د قبضې دپاره د هندوستان د نورو قونو، هندوانو او سيکانو سره لاهوريانو هم د انګرېزانو سره لږه مرسته کړې وه او د افغان وطن د قبضې دپاره ټولو په شريکه د انګرېز ملاتړ کړی ؤ.

د محمود خان اڅکزي دغه وېنا ته هغه وخت هم غبرګون ویل شوی ؤ چې هغه د لاهور د خلکو سپکاوی کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت يو وزیر اسد عمر په ټويټر ویلي ؤ،

"د اپوزيشن د کراچۍ په جلسه کې په تقریر کې د اردو د قومي ژبې منلو نه انکار، او نن په تقرير کې پنجابيان د انګريزانو ملګري وګرځول شو".

زيارتوال وايي د محمود خان اڅکزي په وېنا بیا په اخبارونو کې ليکل هم وشو او زياتوي ځينې خلکو داسې هم وويل چې په پښتنو کې هم د انګرېزانو ملګري وو.

هغه وايي دوی د دې انکار نه دی کړی چې په پښتنو کې هم دغه رنګ خلک وو او نه دوی په هغې بد ګڼلي دي.