د پي ايي ای الوتکې بيا سعودي عرب ته روانې شوي

د پاکستان قامي هوايي شرکت [پي ايي ای] د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي، سعودي عرب چې د کرونا د مخنیوي دپاره دغه هېواد ته په نړيوالو پروازونو، د ځمکې او سمندر د لارې په ورتګ بندېز لګولی هغه یې ختم کړی او د پي ايي ای پروازونه هم بيرته بحال شوي دي.

د پي ايي ای وياند عبدالله پرون ويلي خلک کولی شي چې د کرونا معاينه/ ټېسټ يې شوی او منفي وي بيا د سعودي عرب سفر کولی شي.

هغه ويلي د سعودي عرب تلو دپاره د کرونا ټېسټ ضروري دی او هغه کسان چې د وړاندې نه يې ټکټونه کړي وو دوی دې د پي ايي ای د خپل نزدې دفترو سره رابطه وکړي.

د سعودي عرب جنرل او د سېول اېوي اېشن چارواکو ويلي، هغه کسان چې د سعودي عرب خپل وګړي نه وي د برتانيه، افريقا او نورو هېوادونو څخه سعودي عرب ته سفر کوي، دوی به 14 ورڅې د خپل هېواد نه بهر تېروي بيا به سعودي عرب ته ځي.

د سعودي عرب چارواکو خپلو وګړو ته هم لارښوونه کړې چې د بهرنو هغو هېوادونو نه ملک ته سفر کوي چرته چې د کرونا پېښې زياتې مخې ته راځي، ورته ويل شوي چې دوې دې 14 ورځې په کورونو کې قرنطين وي.

سعودي عرب په 20م دسمبر د کرونا د مخنيوي دپاره دغه ملک ته د هوا، ځمکې او هوا د لارې په ورتګ بندېز لګولی ؤ.

د پي ايي ای د وياند ترمخه د پاکستان نه په يوه اوونۍ کې د 144 پورې الوتکې سعودي عرب ته ځي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په سعودي عرب کې تراوسه پورې د کرونا څخه 6246 کسان مړه شوي او درې لکه 63زره 61 په کرونا وايرس اخته شوي دي.