په افغانستان کې د خبریالانو هدفي وژنې د رسنیو ازادي ګواښي

واشنګټن – په افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو له امله د افغان خبریالانو ترمنځ دومره وېره خپره شوې چې وايي، نشي کولای ددې زیاتېدونکو ګواښونو لاندې خپلې دندې ترسره کړي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې خبرداری ورکړی چې دغه هېواد ښايي د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې یو لویه لاسته راوړنه چې د بیان او رسنیو ازادي ده له لاسه ورکړي، که چېرې د خبریالانو په وړاندې بریدونه همداسې دوام وکړي.

په افغانستان کې له کوره د باندې کارکونکو مېرمنو، د بشري حقونو فعالانو، قومي او ټولنیزو مشرانو،‌ علماوو او خبریالانو پر وړاندې د تېرو دوو میاشتو راهیسې په روانو هدفي وژنو کې لږ تر لږه پنځه خبریالان وژل شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر نجیب شریفي امریکا غږ ته وویل، "که حالات همداسې دوام وکړي، نو مونږ به ددې هېواد یوه مهمه لاسته راوړنه له لاسه ورکړو او هغه د بیان او رسنیو ازادي ده."

د افغانستان د بېلابېلو برخو خبریالان وايي، دوی په زیاتېدونکي توګه د ملګرو خبریالانو له وژل کېدو سره نور د امن احساس نه کوي.

په هلمند کې د یوې سیمیزې راډیو خبریال سمېع سېرت وايي، "مونږ په دوامداره توګه په وېره کې یو چې راباندې به برید وشي." هغه زیاته کړه،‌ "مونږ په ښار، خپلو دفترونو او حتی په خپلو کورونو کې ځانونه خوندي نه احساسوو."

هغه وړاندې وویل،‌ په هېواد کې د خبریالانو له وروستیو هدفي وژنو سره دده په ولایت کې په خبري پوښښ باندې ناوړه اغېزه کړې.

په هلمند کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په دې وروستیو میاشتو کې نښتې زیاتې شوې دي.

هغه دا هم وویل، "مونږ د پېښو ځایونو ته د خبري راپورونو لپاره اوس ډېر لږ ځو. دا اوس زمونږ لپار نېږدې ناممکن شوي چې هلته ولاړ شو ځکه له مونږ سره وېره وي چې مونږ هم ښايي په روانو نښتو کې تر هدف لاندې ونیول شو."

ده زیاته کړه، د همدې وېرې له امله اوس زمونږ یو شمېر خبریالان له هلمند څخه کابل ته ګډه شوي دي.

په بغلان کې ۲۳ کلنه خبریاله ولوله وايي، دې د امنیتي اندېښو له امله خپله دنده پرېښې ده.

هغې وویل، "زه له خپل مسلک سره مینه لرم خو باید خپل ټول ټولنیز او ژورنالستیکي فعالیتونه پرېږدم."

ولولې وویل، د افغانستان په ختیځ کې د ډیسمبر په لسمه نېټه د ملالۍ میوندي په نامه د افغانې خبریالې له وژل کېدو سره "په ټول افغانستان کې مونږ ښځینه خبریالانې وېرېدلې یو."

هغې زیاته کړه اوس زیاتره ښځینه خبریالانو په نورو برخو کې دندې ګوري او دا به یواځې هغه وخت بېرته په رسنیو کې کار موندلو پسې ورګرځي کله چې په هېواد کې امنیت ښه شي.‌

د نی په نامه په افغانستان کې د رسنیو یوه سیمیزه اداره وايي، په ۲۰۲۰ کال کې ۱۱ افغان خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.‌