په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت د قانون وزیر وروسته له هغې استعفا ورکړې چې يوه لانجمنه ویډيو په ميډيا خپره شوې چې پکې ډېرې پېسې ليدل کيږي او ويل شوي د قانون وزیر سلطان محمد خان او نور کسان پکې په مبيينه توګه پېسې اخلي.
ويل کيږي دغه ويډيو د کال 2018م د سېنېټ د انتخاباتو نه وړاندې جوړه شوې او اوس خپره شوې ده.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان ویلي، د مبيينه ويډيو په ښکاره کېدو د صوبې د قانون د وزير سلطان محمد خان څخه استعفا غوښتل شوې ده. د سوتره پلټنو لارښوونه شوې. د وزیراعظم عمران خان د وېنا ترمخه د خېبرپښتونخوا حکومت به په سوتره والي او احتساب هيڅ جوړ جاړی ونه کړي.
As Chief Executive of KP, I%27ve asked Law Minister Sultan Khan to step aside & resign, due to his alleged appearance in a video released on social media , to clear his name.We will ,as per vision of PM, uphold highest standards of accountability & transparency in this province.
— Mahmood Khan (@IMMahmoodKhan) February 9, 2021
وروسته نوموړي د سلطان محمد خان استعفا هم په ټویټر خپره کړې ده.
Resignation received from the Law Minister Sultan Mohammad Khan. pic.twitter.com/upU5o7qcS5
— Mahmood Khan (@IMMahmoodKhan) February 9, 2021
په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويډيو کې چې څو کسان ليدل کيږي ويل کيږي يو پکې پخوانی اېم پي ای عبېد مایار هم دی، د پاکستان تحریک انصاف پخواني اېم پي ای عبېد مايار ویلي، دغه پېسې د خېبرپښتونخوا اسبملۍ د پخواني اسپيکر په کور کې ورکړی شوي او ويډيو هم هلته جوړه شوې ده.
د اسد قېصر لخوا په دغه اړه جواب مخې ته نه دی راغلی.
په پاکستانۍ ميډيا دا هم ویل شوي چې په ويډيو کې ليدل کېدونکې ډېرې پېسې د پاکستان پيپلز ګوند پخوانی اېم پي ای محمدعلي شاه ورکوي چې په کال 2013 م کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی وو.
خو نوموړي هم په پاکستانۍ ميډيا د دغو پېسو ورکولو خبره رد کړې او ويلي يې دي دا ويډيو ايډيټ شوې يا په دې کې کار شوی بدله کړی شوې ده.
د تحریک انصاف د حکومت مرکزي وزير فواد چودري په ټويټر ويلي، په کال 2018م کې عمران خان د اسمبلۍ 20 غړي د پېسو اخستو په سر لرې کړي وو.
د يادې ويډيو په اړه په ټولنيزو رسنیو داسې پوښتنې را ولاړې شوي چې دغه ويډيو چا ریکارډ کړې او درې کاله مخکې جوړه ويډيو اوس ولې خپره کړی شوې ده؟.
جرنلېسټ طلعت حسېن ويلي دا ويډيو د سېنېټ د انتخاباتو سره څنګه تړل کېدی شي؟ او نوموړي په دغه اړوند نورې پوښتنې هم راپورته کړي دي.
مبینہ سینیٹ کرپشن ویڈیوز، چند سوالات:1۔ ان ویڈیوز کو ریکارڈ کرنے والے کون ہیں؟2۔ ان ویڈیوز کو میڈیا کو استعمال کرتے ہوئے ریلیز کس نے کیا؟3۔ ان ویڈیوز کو سینیٹ انخابات سے کیسے جوڑا جا سکتا ہے؟ کیا یہ کسی اور قسم کی بدعنوانی یا لین دین ہو سکتا ہے؟
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) February 9, 2021
وزيراعظم عمران خان هم د دغه ويډيو په اړه په ټویټر ویلي، دغه ويډيو د هغه شرمناکه طريقې څرګندونه کوي چې څنګه سياستوال د سېنېټ په انتخاباتو کې ووټونه اخلي او خرڅوي.
ویڈیوزمیں نمایاں وہ شرمناک طریقہ جسے سیاستدان سینٹ میں ووٹوں کی خرید و فروخت کیلئےبرتتےہیں،یکےبعددیگرےمسلط ہونےوالی حکمران اشرافیہ،جس نےقوم کو قرض میں ڈبویا، کےہاتھوں قومی اخلاقیات کی مکمل تباہی کاعکاس ہے۔کرپشن اورمنی لانڈرنگ کایہ دورہماری سیاسی اشرافیہ کی ایک گھناؤنی داستان ہے۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) February 9, 2021
دا ويډيو په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د سېنېټ د راتلونکو انتخاباتو دپاره ارډيننس جاري کړی چې د سېنېټ د انتخاباتو د رايې ورکول دې په ښکاره وشي.
ياد ارډيننس په سپريم کورټ کې چېلنج کړی شوی دی.
او مخالفه ګوندونه په سېنېټ کې د ښکاره رایې ورکولو مخالفت کوي او وايي د بېلټ پېپر د لارې دې ووټونه وشي.
داسې پوښتنې هم را ولاړې شوي چې وزيراعظم عمران خان د بډو رشوتونو د ختمولو او احتساب خبره کوي نو ولې يې پېسې اخستونکی تن (سلطان محمد خان) بيا د خېبرپښتونخوا د قانون وزير جوړ کړی شوی وو؟.
د تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزير شبلي فراز دغه پوښتنې ته په جيو ټيلي ويژن ویلي عمران خان په دغه ويډيو نه وو خبر او چې څنګه يې پرون دغه ویډيو وليده، سمدست یې پرې ګام پورته کړو.