د سېنټ په غونډه کې د ټرمپ مواخذه کوونکو هغه پر کانګرس ودانۍ لومړی پاروونکی وباله

واشنګټن ــــ د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذه کېدو بهیر چې له استازو جرګې وروسته په سېنټ کې پیل شوی پرون پر دویمه ورځ هم ورباندې بحثونه وشول او اکثرو غړو وویل ټرمپ د کانګرس پر ودانۍ د جنورۍ د شپږمې د پېښې یواځې "بې ګناه نندارچي" نه وو بلکې لاس یې پکې درلود.

د کانګرس غړي جېمي راسکین- چې د ټرمپ د مواخذې مشري کوي او نورو ډیموکرېټانو تور پورې کړ،‌ چې د ریپبلکن ګوند قهرجن مظاهره چیان چې د کانګرس ودانۍ ته ننوتل، د دې لپاره ټرمپ‌ د ټاکنو په اړه پخپلو بې بنیاده دعوو سره- چې له درغلۍ ډک یې بللي وو- څو اوونۍ مخکې لا زمینه برابره کړې وه.

ښاغلي راسکین دعوه وکړه چې ټرمپ خپل سلګونه پلویان په هغه ورځ پارولي چې د کانګرس د غړو په ضد وجنګېږي او هغوی د الیکټرل کالج د رایو تاییدولو ته پرې نه ږدي چې وایي د هغې پېښې په نتیجه کې د یوه پولیس افسر په ګډون پینځه تنه مړه شول او د پولیسو په ګډون تر ۱۴۰ زیات کسان پکې ټپیان شول.

راسکین وویل ډانلډ ټرمپ باید پرېنښوول شي چې د بیا لپاره د امریکې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرېږي:

"که ته د امریکې د متحده ایالاتو ولسمشر یې او تا د خپل سوګند په خلاف د چا پلوي کړې ده او لوړه دې ماته کړې ده، نو موږ تا مواخه کولای، تورنولای او لرې کولای شو او د تل لپاره یې د دې باعزته، د باور وړ او د امریکې د ګټو ساتونکي دفتر له ساتلو نااهله کولای شو".

د شورو- چارشنبې په ورځ د سېنټ په غونډه کې د کانګرس غړو په لسګونو د ټویټ کمنټونه او ویډیویي کلیپونه ښکاره کړل چې پکې ډانلډ ټرمپ‌ د ولسمشرۍ په انتخاباتو د درغلۍ دعوه کړې وه او خپلو پلویانو ته یې پر کانګرس ودانۍ د ورتلو ویلي وو.

د جنورۍ پر شپږمه چې د ریپبلکن ګوند سلګونه احتجاج کوونکي- چې د امنیتي ادارو په وینا شاوخوا اته سوه کسان وو- د کانګرس پر ودانۍ ورغلي وو، ښیښې او دروازې یې ماتې کړې وې، ځینو دفترونو ته یې زیان اړولی وو او له پولیسو سره لاس او ګرېوان شوي وو.

د سېنټ په غونډه کې د کانګرس یوه بل غړي جوی نګوس وویل، ټرمپ د کانګرس ودانۍ ته د خپلو پلویانو په ور لېږلو سره غوښتل چې د واک د لېږدولو مخه ونیسي، وایي حال دا چې هغه انتخابات بایللي وو.

ښاغلي نګوس د ټرمپ مواخذه کېدل د امریکې له آیین سره سمه وبلله:

"یوه شېبه د هغو خلکو په اړه فکر وکړئ چې په هغه ورځ‌ یې ژوند یې وبایله، تر 140 زیات پولیس افسران پکې ټپیان شول او له ځانه وپوښتئ که د دې پېښې تر پیلېدو سمدستي وروسته ټرمپ پر ټي وي راغلی وای او پر ټویټر یې لیکلي وو چې برید ودروئ، که یې داسې کړي وای د څومره خلکو ژوند به ژغورل شوی وای، خو له بده مرغه هغه داسې ونه کړل".

د کانګرس غړو ته د ډانلډ ټرمپ د مواخذه کېدو لپاره شپاړس ګنټې وخت ورکړل شوی چې د ټرمپ‌ د وکیلانو په وړاندې خپل دلایل وړاندې کړي، خو د ټرمپ وکیلان وایي ډانلډ ټرمپ پر کانګرس ودانۍ د برید ذمه وار نه دی او وایي هغه چې خپل پلویان احتجاج ته را بللي وو، هغه وینا یې د امریکې د آیین له لومړي ترمیم سره سمه وه چې د بیان د ازادۍ ضمانت ورکوي.

د ډانلډ ټرمپ وکیل بروس کاسټر جونېر که ډانلډ ټرمپ څه جرم کړی وي و دې نیول شي، ځکه چې وایي هغه اوس یو عام سړی دی خو وايي دا چې د امریکې د صدر پر څوکۍ نه دی نو د هغه مواخذه کېدل قانوني کار نه دی.

ټاکل شوې چې په سېنټ کې به د ډانلډ ټرمپ‌ د مواخذه کېدو بهیر تر راتلونکي اتوار- یکشنبې پورې روان وو او وروسته به پرېکړه کېږي چې هغه مواخذه کړل شي که نه.