پاکستان کې نور ۵٦ کسان په کرونا وايرس مړه شوي،تر ۱۰۰۰ؤ زيات اغېزمن

سرکاري شمېرې ښايي چې پاکستان کې دتېر يو شواروز په مهال تر زرو زياتو نورو کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شوى او ۵٦ کسان په دې وايرس مړۀ شوي دي.

پاکستان کې په کرونا وايرس د څار دولتي ادارې اين سي او سي پخپلو تازه شميرو کې ويلي تر اوسه هېواد کې په کرونا وايرس د مړو شوؤ کسانو شميره ۱۲ زره اؤ ۱٦۵ ته رسېدلې ده.

دغه اداره وايي هېواد کې ټول ټال پينځۀ لکه،٦۵زره اؤ۹۸۹ کسان په کرونا وايرس اخته شوي خو په دې کې پينځه لکه،۲۸زره۵۴۵ کسان بېرته هم روغ شوي دي.

دپېښور دخېبر ټيچنګ هسپتال نوميالى معالج ډاکټر خالد خان وايي د کرونا وبا د دويمې څپې زور لا ناستى نه دى خو خلک ددې وايرس څخه بيخي بې پرواه شوي او احتياطي تدابير په پام کې نه نيسي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې ډاکټر خالد وايي اوس هم په زرګونو خلک د هغوئ د بې تفاوتۍ له امله هره ورځ په کرونا وايرس اخته کيږي چې دې کې ډير کم خلک خپل ټيسټوڼه او علاج کوي.

هغه وايي د ځان نه بې پرواه خلک زياتره خپل مرض ته د تبې،ټوخي يا زکام نوم ورکوي او په کورونو يا دخپل ماحول دننه عادي ناسته پاسته کوي چې دهغوي نه کرونا وايرس ډير په اسانۍ سره نورو خلکو ته منتقل کيږي.

ډاکټر خالد زياتوي که چرې دکرونا مخنيوي دپاره حکومتي ګامونه هم سست پاتې شي او خلک هم دخپله انده احتياط پريږدي نو اندېښنه ده چې دا وبا ډيره تباهي خوره کړي.

پاکستان دچين څخه په دې وروستيو کې د کرونا ضد ويکسين پينځۀ لکه ويړيا خوراکونه ترلاسه کړي چې دا ويکسين په وړومبي پړاؤ کې ډاکټرانو او هاغو طبي مامورينو ته ورکول کيږي چې د کرونا په ضد لمړي صف کې فعاليتونه کوي.

پاکستاني چارواکي وايي دمارچ دمياشتې پورې به د دريوؤ کمپنيو کرونا ضد ويکسين هېواد ته راورسېږي چې ترهغې وروسته به دهېواد هر وګړي ته پړاؤ په پړاؤ دا ويکسين لګولى شي