د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزير د ضمانت دپاره خواست سيند هايکورټ ته وړاندې کړی شوی او عدالت يې د اورېدنې دپاره د 25 فرورۍ نېټه ټاکلې ده. بل لور ته د پي ټي اېم پينځه بنديوان غړي خوشي کړی شوي دي.
په درېمه فرورۍ عدالت د علي وزير د ضمانت خواست رد کړی وو او د هغه سره د بنديوانو پينځه و تنو ضمانت يې منظور کړی وو.
د علي وزير او نورو وکيل قادر خان وي او اې ډيوه ته وويل، په 17م فرورۍ سيند عدالت د علي وزير د ضمانت خواست د اورېدنې دپاره ومانه او په 25 فرورۍ به يې اورېدنه کيږي.
قادر خان پرون ناوخته وي او اې ډیوه وويل، د علي وزير سره بنديوان پينځه نور غړي خوشي کړی شوي دي.
په خوشي کړی شوو کې د پي ټي اېم د کراچۍ مشران او غړي نورالله ترين، محمد شېر مسيد، شېر ايوب، حسن الله او بصير الله شامل دي.
په کراچۍ کې پولیسو د پي ټي اېم د غړو په ګډون نور 33 کسان په 31م جنورۍ هغه وخت نيولي چې د پي ټي اېم د غړو په وېنا دوی د ارمان لوڼي او نقيب مسيد د تلين په مناسبت غونډه تابيا کړې وه.
پوليس تور لګولی ؤ دوی احتجاج له راغلو کسانو غټ سړک بند کړی او په پولیسو يې ګوزارونه کړي وو، خو د پي ټي اېم غړو دغه تورونه رد کړي وو.
قادر خان وايي په دغو کسانو کې پينځه تنه د علي وزير او نورو سره د اووم دسمبر په مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوي او په نورو د اړي ګړي جوړولو او په پوليسو د حملې د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او جېل ته لېږل شوي دي.
پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې د دوی پرضد مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو وېناګانې کړې او د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد يې د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.
د پوليس په مقدمه کې ویل شوي ؤ د پي ټي اېم مشرانو د 1800 نه 2000 پورې راټولو شوؤ کسانو ته وېناګانې کړې وې.
په ياده مقدمه کې علي وزیر په 16م دسمبر د پېښور پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته رامنتقل کړی شوی وو.
د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد چې پي ټي اېم په 18م دسمبر احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې د دغو مظاهرو په مهال په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او وروسته بيا نور درې کسان نيول شوي وو.
محمد شېر مسيد بيا په 20م دسمبر نيول شوی وو.