د ایران پاکستان پولې ته څېرمه شخړه: د ایراني ځواکونو له خوا د ګڼ شمېر خلکو د وژل کېدو دعوه

کوټه ــــ د فرورۍ پر 23مه د ايران د سيستان ايالت د ساراوان په سکان سيمه کې د تېلو پر کاروبار کوونکو د ايراني ځواکونو په ډزو ډېرو کسانو ته د مرګ ژوبلې خبرونه وکول شوي دي، تر پېښې مخکې شروع شوې د احتجاجونو لړۍ نوره هم غزول شوې، خو ايراني ميډيا او سرکاري چارواکو په دې هکله څه نه دي ويلي.

له ايراني سرحدي پولې سره نېږدې د بلوچستان د پنجګور ښار اوسېدونکی او ځايي خبريال قادر بخش پرکاڼی وايي، ځايي سرچينو ورته ويلي چې په ياده پېښه کې 10 تنه وژل شوي او شپږ ټپيان شوي دي.

د قادر بخش په خبره په وژل شوو او ټپيانو کې زيات شمېر د ايران د سيستان بلوچستان د اوسېدونکو بلوچانو دی، وایي پېښه هغه مهال وشوه چې د تېلو وړونکي سره را يو ځای شوي وو او غوښتنه يې کوله چې له پاکستان سره پوله دې پرانيستل شي خو له ايراني امنيتي ځواکونو سره یې نښته وشوه چې د ځواک د سرتېرو د ډزو په نتيجه کې احتجاج کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې:

"شاوخوا شپږ سوه ايراني تېل وړونکي موټر يې هلته درې څلور ورځې درولي وو، دغو خلکو غوښتي وو چې دوی ته دې د تللو اجازه وړکړي، پر دې وخت ايراني ځواکونه په غصه شوي او پر خلکو يې ډزې کړې وې".

د پنجګور مرستيال کمیشنر عبدالرزاق ساسولي وي او اې ډيوه ته وويل چې په پېښه کې د بلوچستان د خاران يو اوسېدونکی ټپي شوی دی. ساسولي وایي د تېلو کاروبار کوونکو او موټرچلوونکو ته يې امر کړی، د پاکستان او ايران پولې ته دې تر هغه نه ځي چې حالات سم شوي نه وي:

"هر څه چې دي له هغې [ايران] خوا دي زموږ خوا ته خېرخېريت دی، يواځې د خاران يو تن ټپي شوی دی نور نه څوک وژل شوي نه ټپي شوي".

بل لوري ته پر ټولنيزو رسنيو د پېښې عکسونه او ويډو خپرې شوې چې لیدل کېږي ګڼ شمېر تېل وړونکي موټر ولاړ دي او د تېلو کاروبار کوونکي د ډزو له شروع کېدو سره سم تښتي.

په ځينو نورو ويډيو کلیپونو کې لیدل کيږي چې له پېښې وروسته ايراني سرکاري دفترونو ته اورونه لګول شوي او خلک د حکومت ضد شعارونه ورکوي، په يوه ويډيو کې خاورو ته د مړو د سپارلو مراسم هم ليدل کېږي.

ځينې ناتايید شوي رپورټونه وایي د ډزو په پېښه کې د وژل شوو شمېر تر 35 تنو هم زيات دی.

له پېښې وروسته د پاکستان په بلوچستان ايالت کې هم د بلوڅ سياستوالو او فعالانو له خوا پر ټولنيزو رسنيو غبرګون او خفګان ښوول شوی دی.

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړي ثنا بلوڅ په خپل يوه ويډويي پېغام کې پېښه غندلې او غوښتنه يې کړې چې په پېښه کښې د وژل شوو 12 تنو قاتلانو ته دې سزا ورکړل شي:

"د دې پيښې تحقيقات کول پکار دي، ولې چې زموږ ځوانان هلته د بې روزګارۍ له لاسه ځي له شوقه نه ځي، پکار خو دا ده چې دې خلکو ته هلته حفاظت ورکړل شي نه چې ډزې ورباندې وشي".

د خبريال قادر بخش پرکاڼي په خبره د پولې له تړلو وروسته په پنجګور او شاوخوا سيمو کې د خوراکي توکو کمی راغلی او د ايراني تېلو بيې هم لوړې شوې دي.

بل لوري ته د پاکستان د چاغي ضلعې چارواکي وایي د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان پولې (پاکستان ګېټ) د پخوا په څېر خلاص دی او پر پاسپورټ د تګ راتګ لړی دوام لري.

د بلوچستان حکومت لوړپوړو چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، وي او اې ډيوه د حکومت له ویاند لياقت شاهواني او د وزیراعلا له سلاکارې بشرا رند سره د ټیليفوني تماس هڅه وکړه خو د رپوټ تر جوړولو یې جواب ونه وايه.