بایډن او سعودي باچا د یمن جګړې د ختمولو او د بشري حقونو په اړه لومړۍ ټیلیفوني خبرې کړې

واشنګټن ــــ د امریکې صدر جوباېډن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د سعودي عرب باچا شاه سلمان سره په داسې حال په ټيليفون خبرې کړي چې د نوموړي ‌انتظامیه یو استخباراتي‌ رپورټ خپروي چې ښيي د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان په کال 2018 کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې منظوري ‌ورکړې وه.

وایټ‌ هاوس ویلي جوبایډن او شاه سلمان د ملګرو ملتونو او امریکې په مشرۍ د یمن جنګ د ختمولو لپاره سفارتي کوششونو او د سعودي عرب د خاورې د دفاع لپاره د امریکې وعدو په شمول په سیمه ییز امنیت خبرې اترې کړي.

وایټ هاوس په یو بیان کې ویلي دواړو مشرانو د سعودي عرب په قید کې د یو شمېر سعودي امریکايي فعالینو او د سعودي ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې لوجېن الهذ لول راخلاصولو په سر خبرې کړي او دا خبره یې په ډاګه کړې چې امریکا د بشري حقونو او د قانون واکمنۍ ته څومره اهمیت ورکوي.

وایټ هاوس د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په حقله د امریکايي رپورټ خپرولو په سر څه نه دي ویلي او ددې خبرې وضاحت یې هم نه دی کړی چې په دغه بیان کې د خاشقجي د وژنې ذکر ولې نه دی شوی.

د امریکې د وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لیکوال او د سعودي ‌عرب شهریت لرونکی 58کلن جمال خاشقجي په کال 2018 کې د اکتوبر په دوېمه په ترکي کې د سعودي عرب د قونصلګرۍ دننه د سعودي ولي عهد نزدې مرستیالانو یوې ډلې وژلی وو او د هغه بدن یې ټوټې ټوټې کړی وو. تر اوسه پورې د هغه د مړي پته نه ده لګېدلې.

سعودي عرب د اولني انکار وروسته منلې وه چې جمال خاشقجي د قونصلګرۍ دننه د عملیاتو په وخت په غلطۍ سره وژل شوی وو خو ددې خبرې نه تر اوسه پورې انکار کوي چې د نوموړي په وژنه کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان لاس لرلو.

په مېډیا کې د کال 2018 راهسې د جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د لاس لرلو په سر بحثونه کیږي. د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د کانګرېس د غړو هغه غوښتنه رد کړې وه چې د امریکې استخباراتي ادارو تیار کړی رپورټ په یو داسې وخت ښکاره کړي چې واېټ هاوس په سیمه کې د ایران سره د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په وخت په سعودي عرب باندې د وسلو خرڅولو او د ریاض سره د ایتلاف جوړولو ته اولنۍ ترجیح ورکړې وه.

د امریکې د منځني ختیځ د څېړنې ادارې نایب صدر جېرالډ فېیرسټاېن وايي صدر جوباېډن دا واضحه کول غواړي چې پخوانۍ تګلاره نوې تګلاره نه ده.

د امریکې نوې انتظامیه د سعودي عرب 35 کلن ولي عهد محمد بن سلمان سره هم فاصله ساتل غواړي. د وایټ ‌هاوس ویاندې جېن ساکي اکثر په دې خبره زور راوړی چې صدر جوباېډن به صرف د خپل سیال او د سعودي باچا شاه سلمان سره خبرې کوي.

په داسې حال چې امریکا د سعودي عرب سره خپلو تعلقاتو ته بیا کتنه کوي، وایټ‌ هاوس کوشش کوي چې په سیمه کې د سعودي عرب حریف،‌ ایران د کال 2015 نیوکلیايي تړون باندې عمل کولو ته قانع کړي د کوم نه چې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په 2018 کال کې د وتلو اعلان کړی وو.

ایران او د نړۍ شپږ لویو طاقتونو په 2015 کال کې د امریکې د هغه وخت صدر براک اوبامه د انتظامیې لاندې د تهران نیوکلیايي پروګرام په سر جامع تړون لاسلیک کړی وو.

جېرالډ فېیرسټاېن چې د براک اوبامه په واکمنۍ کې د یمن لپاره د امریکې سفیر پاتې شوی، وايي ‌سعودي عرب ته د جنګي وسلو خرڅ ودرول د امریکې له خوا په لویه کچه د سیمه ییز سیاست حساب کتاب برخه ده چې مقصد یې په سیمه کې د سعودي عرب او ایران تر منځ توازن برابر ساتل دي.

نوموړي‌ ویلي که چرته د یمن جنګ یو سیاسي ‌حل راوویستی شي نو دا به په حقیقت کې سیمه ییز تاوتریخوالی کم کړي او سعودي عرب او ایران ته به د یو بل سره د وړاندې تګ اجازت ورکړي.