اسلام اباد ــــ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر حمزہ شهباز په وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف په حکومت باندې تور لګولی چې د احتساب ادارہ د سیاسي مخالفینو پر ضد کاروي.
د پنجاب د پخواني وزیراعلی شهباز شریف زوی حمزه شهباز د غیرقانونہ پیسو د لېن دېن پہ یوہ قضیہ کې شل میاشتې پہ بند کې تېرې کړې او پرون پہ ضمانت خوشی شو.
حمزه شهباز وویل په ملک کې د احتساب عمل صرف د مفروضو په بنیاد روان دی چې پکې د مخالفه ډلو غړي ځورول کیږي. د خالي- شنبې په ورځ په لاهور کې خپلو پلویانو تہ د وینا پہ مھال حمزہ شهباز وویل:
"نن ټول قام د احتساب د تماشې منتقي انجام ولیدو او د درو کالو بد ترین انتقام باوجود حکومت د نواز شریف د سپاهیانو او د شریف کورنۍ پر ضد د یوې پیسې بډې رشوتونہ ثابت نہ کړی شو".
حمزه شهباز وویل، حکومتي غړو چې د برتانیې د ډېلي مېل ورځپاڼې کومه حواله ورکړې وه، چې ګواکې شهباز شریف په غیرقانوني توګه د پیسو لېن دېن کړی دی، خو وایي د برتانیې د جج په وړاندې د دې ورځپاڼې خبریالی وو، چې "له ده سره هیڅ ثبوت نه شته".
دې تہ خپل عکس العمل کې د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي، حمزہ شهباز داسې خبري کوي لکه بري شوی چې وي. پخپل ټویټر پیغام کې شبلي فراز ویلي، د مریم نواز او حمزہ شهباز مشرانو پہ ھیواد کې کرپشن تہ ودہ ورکړې او د قام اخلاقیات یې تباہ کړي دي.
شبلي فراز لیکلي حمزه شهباز دې خپل "تښتېدلي" تره ته ووایي چې وطن ته بیرته ور ستون شي:
انہوں نے پاکستان کے عوام کو کنگال کیا اور اپنی جیبیں بھریں۔قوم کا پیسہ بے رحمی سے کھانے والے آج ہٹ دھرمی سے کہہ رہے ہیں کہ ان کے خلاف ایک پیسے کی کرپشن ثابت نہیں ہوئی۔اپنے دور میں انڈے اور مرغی کا ریٹ فکس کرنے والے آج بڑی بڑی باتیں کر رہے ہیں۔
— Senator Shibli Faraz (@shiblifaraz) February 27, 2021
"دوی د پاکستان ولس لوټ کړ او خپل جېبونه یې ډک کړل، چې د قوم پیسه یې لوټ کړه هغوی اوس په بې انصافۍ سره وایي چې د دوی په ضد یوه پیسه کرپشن نه دی ثابت شوی".
په پاکستان کې د احتساب په نوم د خپلو سیاسي مخالفینو په ضد مقدمې جوړولو او وروسته د عدالتونو له خوا دوی ته د ضمانتونو ورکولو په اړه یو وکیل عادل چټه وایي:
"د حمزه شهباز په قیضه کې له 110 ګواهانو تر اوسه یواځې اته عدالت ته وړاندې شوي دي، د کوټلیو شهادتونو د نشتوالي له کبله دوی ته ضمانتونه ورکول کېږي".
د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال د پاکستان د دوو سترو اپوزیشن ګوندونو مسلیم لیګ نواز او پیپلز ګوند د ګڼ شمېر مشرانو په ضد د کرپشن مقدمې جوړې شوې دي چې هغوی یې د حکومت له خوا سیاسي انتقام ګڼي، خو وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې دوی د خپلو حکومتونو په مهال پراخ کرپشن کړی دی.