منیرخان: معذورۍ له تعلیمه محروم کړم خو کسب مې زده کړ

Your browser doesn’t support HTML5

منير خان پینځه کلن وو چې د پوليو وايرس ښکار شو. هغه په دواړو پښو معذوره شوی او د ګرځېدو جوګه نه دی. منير خان وایي که چېرې په پښو روغ وای تعلیم به یې کړی وای.
منير خان وایي د معذورتيا له وجې په خپلو همځولو کې تل وروسته پاتې شوی. هغه هر مور پلار ته پيغام ورکړی چې خپلو ماشومانو ته پوليو څاڅکي خامخا ورکړي.