صدر غني د ملګرو ملتونو له استازې سره د سولې بهیر پر راتلونکو پړاوونو غږېدلی

کابل ــــ افغان صدر اشرف غني او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له ځانګړې استازې ډيبرا لاينز سره لیدلي او پر ټول شموله سوله یې خبرې کړې دي. د افغان صدر مرستیاله ویانده فاطمه مورچل وایي په دغه کتنه کې د سولې بهیر پر راتلونکو پړاوونو خبرې شوي دي.

دا کتنه داسې مهال کیږي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او ویلي یې دي چې افغان دولت او طالبان بايد د سياسي جوړ جاړي او تلپاتې اوربند لپاره لارې ولټوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ادارې یا "یوناما" هم د دغې لیدنې په اړه پر خپله ټویټر پانه لیکلي دي چې خبرې یې په ټول شموله سولې ورټولې وې او د افغانستان د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې شوي دي چې د صدر مرستیال امرالله صالح او او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر هم حضور درلود.

بل لور ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت د ملي امنیت د لنډمهالې سټرېټیجۍ په لارښود کې د افغانستان په اړه راغلي، په پام کې نه ده چې د امریکا نوی حکومت په یوه ناپایه جګړه کې- چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی- ښکېل پاتې شي او هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په مسولانه ډول پای ته ورسیږي او ټینګار شوی چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای نه بدلېږي.

په همدې وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته په درې ورځني سفر راغلی او په کابل کې یې له افغان چارواکو، مدني ټولنو او د ښځو له استازو سره کتنې او سلا مشورې کړي دي.

خلیلزاد په ټویټر لیکلي چې د یوې عادلانه او دوامداره سولې په موخه د یوه چټک خوځښت د اړتیا لپاره په کابل کې پراخ ملاتړ موجود دی او هغه ويلي افغان حکومت او طالبان بايد د سياسي جوړجاړي او تلپاتي اوربند لپاره لارې ولټوي.

بلې خواته ویل کیږي چې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې لپاره یوه نوي طرحه هم راوړې او افغان حکومت ته یې سپارلي ده.

رسنیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې ویل کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي- چې نوم یې نه دی اخیستل شوی- ویلي دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان حکومت ته د سولې په تړاو یوه طرحه سپارلې ده چې په خبره یې د سولې بهیر به چټک کړي.

د دغه لوړ پوړي چارواکي په خبره د دې طرحې له مخې باید ملګري ملتونه د افغانستان د سولې د بهیر لپاره سيمه‌ یيزه او نړيواله همغږي پیدا کړي او د افغانستان په سوله کې باید د ملګرو ملتونو رول پیاوړی شي او د همکارۍ په خاطر دغه اداره باید د افغان سولې لپاره یو استازی وګوماري.

که څه هم تر اوسه افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي او طرحې په اړه څه نه دي ویلي، خو د ځینو معلوماتو له مخې ویل کیږي دا د یو مشارکتي حکومت طرحه ده چې اشرف غني او طالبان به یې عملي کوي.

سیاسي څېړونکی فضل الرحمان اوریا وایي خلیلزاد دا ځل د ډیرو طرحو او وړاندیزونو سره راغلی خو وایي تر اوسه د اوربند د طرحې د جزیاتو په اړه نه پوهیږي خو زیاتوي چې د ښاغلي خلیلزاد دا سفر به د سولې بهیر ته په ملي، سیمه ییز او نړیواله کچه نوی حرکت ورکړي:

"د خلیلزاد دا سفر به د سولې بهیر ته یو نوی حرکت ورکړي او پایلې به یې د افغانانو لپاره ښې او مثبتې وي او همدارنګه د امریکا او نېټو لپاره به هم مثبتې او ښې پایلې ولري".

په افغانستان کې هدفي وژنې زیاتې شوې او شااوخوا یوه اوونۍ مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په تړاو په یوه رپوټ کې ویلي چې د 2019 کال په پرتله هدفي وژنې 45 فیصده زیاتې شوي دي.

افغان حکومت د دغه ډول بریدونو پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو تر ډېره په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.