امریکې اشرف غني ته خبرداری ورکړی چې د سولې د خبرو په لړ کې سمدستي بدلونونه وکړي

د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان صدر اشرف غني ته خبرداری ورکړی "که د طالبانو سره د سولې د خبرو د عمل ګړندي کولو په لړ کې په وړانديزونو غور ونه کړي ممکن ده چې د طالبانو د بريدونو سره مخ شي".

بلينکن اشرف غني ته په يو خط کې ويلي، "زه درته ښکاره ويل غواړم، چې د امریکې د تګلارې جوړولو پروسه په واشنګټن کې روانه ده او امریکا د تګلارې دپاره هر انتخاب په نظر کې ساتي. مونږ د لومړۍ مې څخه د ټولو سرتيرو په ویستلو هم غور کوو او په نورو نکتو هم غور کوو".

د امریکې د بهرنيو چارو وزير ویلي، "چې په افغانستان کې د امنیت د وضعې خرابېدو سره ممکن ده طالبان نورې زياتې سيمې ونيسي، او زه تاسو ته په ښکاره ويل غواړم چې تاسو ته په دې خط کې د کومې تګلارې وضاحت شوی د هغې په ضرورت او اهميت به پوهه يئ".

د اشرف غني د دفتر سرچينې وي او اې ته تاييد کړې چې د بلينکن خط يې ترلاسه کړی دی.

بلينکن دا هم ويلي، چې "د ملګرو ملتونو نه به غوښتنه کوي چې د روس، چين، پاکستان، ايران، هند او امریکا د بهرنيو چارو وزیران د افغانستان د سولې په يوه تګلاره اماده کړي چې په دغه اړه بحث وکړي د هغه په خبره دا هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې د افغانستان د شخړې د هواري د يوې موقعې دپاره په ګډه کار وکړي".

هغه ویلي، "ترکي ته به اووايي چې په راتلونکو اوونيو کې د افغانستان د سولې سره په تړاو فريقېنو لوړ پوړې ناسته راجوړه کړي او د سولې د خبرو عمل ته ختمي شکل ورکړي او په اشرف غني يې ټينګار کړی چې دغه ناستې خپل استازي وليږي".

بلينکن ویلي "په افغانستان کې يې د تاو تريخوالي کمولو دپاره د 90 ورځو تجويز هم جوړ کړی چې د طالبانو لخوا د پسرلني عملياتو مخنيوي وکړي". په افغانستان کې د تشدد د کمي غوښتنه افغان حکومت او نړيواله ټولنه هم کوي.

بلينکن د غني نه غوښتي چې په راتلونکو اوونيو کې صدر بايډن او زه ستاسو نه غوښتنه کوو چې د سياسي مخالفينو سره ګډ صف جوړ کړي چې افغانانو ته قابل قبول وي.

هغه ويلي، "د 1990 د لسیزې په لومړو کې د افغان مشرتابه بې اتفاقي د تباهۍ سبب ګرځېدلې وه".

په خط کې د اشرف غني نه غوښتل شوي چې د امریکا په وړاندېزونو رغنده دريځونه راوړاندې کړي کوم چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د کابل په سفر کې د دوی سره شريک کړي دي.

بل لور ته اشرف غني ويلي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د هغه حکومت تیار دی چې د نویو انتخاباتو پرسر ورسره خبرې وکړي.

هغه ټینګار کړی چې هر نوی حکومت باید د ډیموکراټیکو لارو څخه رامنځ ته شي.

اشرف غني‌ ویلي، "مونږ تیار یو چې د نړیوالې ټولنې په حضور کې ازاد، شفاف او د ټولو په ګډون ټاکنو په اړه خبرې وکړو. مونږ همدارنګه کولای شو چې د ټاکنو د نېټې په اړه خبرې وکړو او یوې نتیجې ته سره ورسېږو."

اشرف غني دغه څرګندونې د افغانستان د پارلمان د دریم تقنیني کال د پرانېستې په غونډه کې کړې وې.

په څلورم مارچ زلمي خليلزاد په ټویټر ویلي وو چې د کابل درې ورځنی سفر يې پوره کړی دی.

هغه ویلي وو، "بايد د افغانستان حکومت او طالبان دې د سياسي جوړ جاړي او تلپاتې کوټلې ډزبندۍ ته لار ولټوي".

خليلزاد زياته کړې وه، په کابل کې يې د سولې د خبرو مخ په وړاندې بوتلو دپاره په مختلفو موضوعاتو بحثونه شوي دي.