کوټه: د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینې په ضد احتجاج شوی

کوټه ــــ د کولې د مزدروانو په حق کې او د بلوچستان د ايالتي حکومت پر ضد د کوټې د پريس کلب مخته احتجاج شوی او احتجاج کوونکو د "د ظلم دا اصولونه نه منو، د مزدور دوښمني دې بنده کړل شي" شعارونه ورکړي دي.

په احتجاج کې د مزدورانو د تنظيمونو غړو، د ريډ ورکرز تنظيم غړو او مدني فعالانو په ګڼ شمېر ګډون کړی. دوی د پنجشنبې- زیاتر په ورځ په مارواړ سيمه کې د کولې په کان کې د مرګونې پېښې پر ضد احتجاج کړی.

په احتجاج کې شريکې ښځينه فعالې زاهده وزيري ویلي، حکومت د داسې پېښو د مخنيوي لپاره خپله زمه واري نه تر سره کوي، وزيري وایي د کولې د کان مالکان او ټېکداران هم په سخت وخت کې د مزدور کورنۍ يواځې پرېږدي.

له مرکز کوټې شاوخوا 40 کلوميتره لرې پرته سيمه مارواړ کې درې ورځې وړاندې د کولې په یوه کان کې شپږ کارکوونکي مړه شوي وو، د بلوچستان د معدنياتو د محکمې د چاراواکو په خبره د زهرجن ګېس د جمع کېدو او کان د نړېدو له کبله پېښه شوې وه.

په احتجاج کې شريک د رېلوې محنت کش يونين وياند مجيد زیهري وويل د کولې کانونو مزدوران د ژوند په بیه د خپلو بچیانو لپاره د ماښام ډوډۍ ګټي خو وایي د حکومت له خوا د هغو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره ګامونه نه اخيستل کېږي.

مجيد زیهري وويل د مارواړ د پېښې په ګډون په بلوچستان کې په کانونو کې د مړه شوو ټولو پېښو دې پلټنې وشي او زمه وارانو ته دې سزا ورکړل شي:

"اول هم داسې پېښې شوې، نن بيا وشوه او بيا به هم داسې پېښې کېږي، ولې چې د داسې پېښو د مخنوي لپاره حکومت يو ډول ګامونه نه دي اخيستي، ټېکدارانو د مزدور د ژوند د خوندي ساتلو او په کار کې اسانتياوو لپاره بنيادي ضروري شيان نه دي ورکړي".

په کوټه کې د معدنياتو د محکمې انسپکټرعبدالرشيد ابړو وويل حکومت د مارواړ کولې کان د پېښې د پلټنو لپاره د تحقيقاتي کمټۍ د جوړولو پرېکړه کړې ده:

"موږ هغه د کولې کان هغه وخت بند کړ، د پلټنو لپاره د معدنياتو د محکمې مشر يوه تحقيقاتي کمېټه جوړوي، هغه کميټه به بيا پلټنې کوي، بيا موږ د پلټنو هغه رپورټ سيکرېټري صاب او وزیراعلا ته جمع کوو، له رپورټ سره د کمېټې تجويزونه هم جمع کوو، له هغه وروسته چې د لوړپوړو چارواکو له خوا هغه تجويزونه تسليم کړل شي، بيا به عدالت ته هم هغه رپورټ وړاندې کړل شي او عدالت به خپله فيصله ورباندې ورکړي".

د ابړو په خبره د معدنياتو د قانون خلاف ورزي کوونکي پینځه لکه جرمانه کېږي، وايي محکمې تر اوسه د معدنياتو د قانون په خلاف ورزي کولو باندې د کولې کانونو سلګونو مالکان او ټېکداران جرمانه کړي خو وایي د کولې کانونو د مالکانو له خوا په عدالت کې درخواست تر اورونه لاندې دی په کوم کې چې د کولې مالکانو له عدالته د جرمانې د کمولو خواست کړی دی.