د چمن تاجرانو د افغانستان او پاکستان پر پوله د تجارتي اسانتیاوو لپاره احتجاج کړی

Your browser doesn’t support HTML5

د چمن تاجرانو ساﺯمان يو احتجاجي لاﺭيون او غونډې کړې چې غوښتنه کوي پر چمن پوله دې تاجرانو ته د تجارت اسانتياوې جوړې شي او د قاچاک په نوم دې پاکستاني چاﺭواکي له دوی سامان نه نيسي.
خو چاﺭواکي وایي پر چمن پوله د قاچاک د مخنيوي دپاﺭه یې ګامونه پوﺭته کړي دي، تاجران دې د قاچاک پرېښوولو غوښتنه نه کوي خو تاجران وایي اول دې د سيمې د خلکو دپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ ﺯمنيه برابره کړل شي بيا دې دوی دغه ګامونه پوﺭته کړي.