د پښتونخوا کروندګر وایي افغانستان ته دې د سټرابېري لېږلو زمینه ورته برابره شي

Your browser doesn’t support HTML5

د کروندګرو په وینا سټرابېري د خېبر پښتونخوا په مردان او چارسده ضلعو کې کرل کېږي او يو نقدآور فصل دی خو د کېمايي سرو، د فصلونو د داروګانو او د تېلو په قيمتونو کې د زياتوالي له کبله د دوی آمدن ډېر کم شوی دی.
دوی وايي زياته ګټه يې يا خو په بازارونو کې خرڅوونکو ته رسي يا د اجارې په شکل کې د ځمکو مالکانو ته، وایي که چېرې ګاونډي هېوادونو په خاصه ټوګه افغانستان ته د سټرابېري د وړولو زمينه برابره شي ګټه به يې د دوی تر څنګ په مجوعي توګه ټولنې ته رسېږي.