تایوان کې ټرېن له پټلۍ لوېدلی، 48 تنه مړه او تر 150 زیات ټپیان شوي

واشنګټن ـــ د جنوب ختیځې اېشیا تایوان هېواد په ختیځه برخه کې د جمعې په ورځ له خلکو ډک یو ټرېن له پټلۍ لوېدلی چې په نتیجه کې یې تر اوسه د 48 کسانو د وژل کېدو او شاوخوا یو نیم سل کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

چارواکي وایي دغه ټرېن د تایوان له ټایپي سیمې ساحلي ښار ټایټنګ ته روان وو، چې په ځایي وخت سهار شاوخوا نهه نیمې بجې هوالېین ښار ته نیژدې په یوه سورنګ (ټنل) کې له پټلۍ ولوېد.

د چارواکو په وینا په پېښه کې 60 کسان ژغورل شوي چې روغتون ته وړل شوي خو وایي اوس هم شاوخوا شپېته کسان لا هم په سورنګ کې بند دي او د ژغورنې چارې یې روانې دي.

د تایوان چارواکي وایي یو تعمیراتي ګاډی د ټنل تر خولې لږ مخکې تر پټلۍ پاس سم نه وو درول شوی چې را ښویېدلی او پر پټلۍ لوېدلی او له ټرېن سره د ټکر کېدو سبب شوی دی.

دا په تایوان کې په تېرو څلورو لسیزو کې د ټرېن تر ټولو ستره او خونړۍ پېښه بلل شوې ده.

د اېکسپریس په نوم په دې ټرېن کې 350 کسان سپاره وو،‌ چې اکثره یې سیلانیان او هغه کسان وو چې د ټومب سویپینګ په نامه د پسرلي د څلور ورځنۍ رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو.