ګڼو هېوادونو د اسټرازینیکا وېکسینو د بدو اغېزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې

واشنګټن ـــ د نړۍ یو شمېرهېوادونو د کرونا وایرس پرضد جوړ شوي اسټرازینیکا وېکسینو لپاره نوې لارښودنې وروسته د هغې خپرې کړي چې د اروپايي ټولنې لخوا د دغه وېکسینو لګولو وروسته په ځینو پېښو کې د وینې جمع کېدو امکاني پېښې مخې ته راغلي.

برتانیا چرته چې دغه وېکسین د سوېډن او برتانیې د دوایانو جوړولو ګډې کمپنۍ او د اکسفورډ یونیورسټۍ د ساینس پوهانو لخوا وېل شوي، دوی به د ۳۰ کالو پورې عمر کسانو لپاره متبادل وېکسین ورکوي.‌ د اکسفورډ یونیورسټۍ څېړنکارانو ماشومانو او د اتلسو کالو پورې د عمر تنکي ځوانانو ته د اسټرازینیکا وېکسین ورکول ځنډولي دي.

د رایټرز خبري ادارې د خبر تر مخه سپېن او فیلپاین د ۶۰ کالو نه زیات عمر تنانو ته دغه وېکسین ورکول محدود کړي، بل خوا واشنګټن پوسټ اخبار وايي ایټلي هم دغه شان ګامونه پورته کړي دي.‌

د اروپايي اتحاد د دوایانو اېجنسۍ تېره ورځ ویلي بلډ کلاټنګ یا د وینې غوټه (جام) کېدل دې د اسټرازینیکا وېکسینو په ډېر لږو اثراتو یا ساېډ اېفېکټ کې شامل کړی شي، خو دغه ادارې په دې خبره ټینګار کړی چې د وېکسینو عمومي ګټې د کومې خطر نه ډېرې زیاتې دي.

د وینې د جام کېدو یا بلډ کلاټنګ د لاسه په ګرده اروپا کې ۱۴ تنه مړه شوي. اسټرازینیکا چې په برتانیا کې زیاتو خلکو ته په تېزۍ سره ورکول کېدونکو وېکسینو کې تر ټولو مهم وېکسین دي او د اروپا په نورو برخو کې د وېکسینو ورکولو کې ډیره مرسته کړې، خو دغه وېکسین بیا په نوره نړۍ کې کړکېچن شوي.

لومړی د دغه وېکسینو د ازموینو او بیا د زیات عمر خلکو باندې د دې اثراتو په اړه د معلوماتو کمی،‌ چې له سببه یې په اروپا کې د وېکسینو ورکولو کار ډېر په مزه شوی وو. کله چې د دغه وېکسینو د لاسه په پوخ عمر کسانو کې د بلډ‌ کلاټنګ رپورټونو مخې ته راغلل نو ګڼو هیوادونو دغه وېکسین ورکول وځنډول. یاد وېکسین په یورپ کې د وېکسینو کمپاېن او بیا په نړۍ کې غریبو هیوادونو ته د کرونا پرضد وېکسینو رسولو کې ډیر مهم وو. دغه وېکسین په قیمت کې ارزان او په لګولو کې بیا د فایزر او بایو ان ټیک او موډرنا نه اسان دي.

په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې (سي ډي سي) ویلي د کرونا وایرس بي ون ون سېون قسم چې تېر کال په دسمبر کې په برتانیا کې معلوم شوی وو، دا مهال په امریکا کې هم خور شوی.

د جنورۍ په میاشت کې سي‌ ډي سي دا اندازه ښودلې وه چې د برتانیې دغه قسم چې د کرونا د لومړي او اصل وایرس نه زیات مرګونی او په تېزۍ سره خورېدونکی دی،‌ د مارچ میاشتې پورې به په امریکا کې تر ټولو غالب یا زیات خور وایرس وي.‌

د سي‌ ډ‌ي سي ډایریکټر ډاکټر ویلانسکي تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې ویلي: "دغه وایرس لا هم مونږ نیولي یو، خلک متاثره وي او تاوان ورته رسوي. مونږ باید نور هم پام کوو".

د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو تر مخه په امریکا کې اوس اوس د کرونا ناروغانو نوې شمېره ۳۰ میلینه نه زیاته شوې او مرګونه پینځه لکه ۵۹ زره نه زیات شوي چې په کوم هیواد کې تر ټولو زیاته شمېره ده.

د نیوزیلېنډ وزیراعظمې جېسېنډا ارډرن نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې د سبا نه د هند په شمول د ځیني نورو هیوادونو نه د مسافرو په ورتګ بندیز لګوي، ځکه چې په هندوستان کې د کرونا وایرس کېسونه بیا په زیاتیدو دي.

په نیوزيلېنډ کې د کرونا ۲۳ نوې مثبتې پېښې رپورټ شوې او دغه ټول قرنطین شوي. په دغو کې ۱۷ د هندوستان نه نیوزیلېنډ ته ورغلي. په مسافرو دغه بندیز به د اپریل د ۲۸مې نېټې پورې عملي وي او د نیوزيلېڼد وګړي چې په هند کې دي هغه به پکې هم راځي.

په هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمېره ۱۳ میلینه ته نیژدې شوې چې د امریکا او برازیل وروسته درېیم هیواد دی چې تر ټولو زیات ناروغان لري. دا مهال هندوستان د کرونا دویمې سختې څپې سره مخ دی چرته چې ۱.۳ اربه خلکو ته د وېکسینو ورکولو کار هم پیل شوی. تېره ورځ په هندوستان کې یو لک ۲۶ زرو نه زیات کېسونه رپورټ شوي کوم چې په یوه ورځ کې ریکارډ شمېرې دي.