اشرف غني: بې له لویې جرګې د سولې لوری نه شو ټاکلای

Your browser doesn’t support HTML5

افغان ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه خپل درې اړخیز پلان په رسمي توګه اعلان کړی، چې وایي په درو پړاوونو کې به تر سره کېږي، خو وایي داسې سوله به ونه کړي چې اساسي قانون او د افغانستان خپلواکي پکې تر پښو لاندې شي.
ولسمشر غني ویلي بې له لویې جرګې د سولې لوری نه شي ټاکلای او ټینګار کوي چې سوله باید د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ضمانت ولري.