واشنګټن ـــ د امریکې د ولسمشر تر اعلان وروسته نېټو سازمان هم اعلان وکړ، چې له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه په روان کال کې وباسي.
د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د شورو- چارشنبې په ورځ په برسلز کې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر اینټني بلینکن او د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره ګډې خبري غونډې ته وویل، نېټو ځواکونه به هم خپل 7,000 پوځیان سږ وباسي.
ین سټولټنبرګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پلان لري چې د نېټو ځواکونو د ایستلو پلان په څو میاشتو کې بشپړ کړي:
"د نېټو متحدینو پرېکړه کړې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل د مې له لومړۍ نېټې په منظمه، همږغې او ارادي توګه پیل کړو".
#NATO Allies have decided to start withdrawing @ResoluteSupport forces in #Afghanistan by 1 May, in an orderly, coordinated & deliberate way. We will continue to stand with Afghanistan, this marks a new chapter in our relationship. Ministerial statement: https://t.co/1c9Y89zJZX pic.twitter.com/L4yIAXMgto
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) April 14, 2021
نېټو ځواکونو او امریکې په یوه ورځ له افغانستانه د خپلو شاوخوا 10,0000 ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده. افغان ولسمشر اشرف غني پرون له صدر بایډن سره تر خبرو وروسته ویلي وو، د امریکې د پرېکړې درناوی کوي چې خپل ځواکونه باسي.
د نېټو سازمان عمومي مشر ین سټولټنبرګ وویل، له افغانستانه د ځواکونو ایستل په دې معنا نه ده چې ګواکې دا هېواد به یواځې پرېږدي، وایي له دې هېواد سره به مرستې ته دوام ورکوي.
افغان حکومت او طالبانو لا د نېټو ځواکونو د پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، خو طالبانو پرون ویلي د دوحې له تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې ووزي.