بنو:  د وزيرو احمدزي مشرانو ته د ځان ساتنې ويل شوي

د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د وزيرو د احمدزۍ قبيلي مشرانو ویلي د پوليس لخوا ورته داسې اطلاع شوې چې د ځان د خونديتوب دپاره پوره اقدامات وکړي.

د بنو پوليس د مشر د دفتر څخه سفیان نومې تن ته په ليکلې بڼه خبرتیا ورکړی شوې چې د ملک حالات سازګار نه دي د ملک دښمنه عناصرو او تندروه ډلو نه يواځې په تير وخت کې ترهګر عمليات کړي بلکې اوس هم سياسي خلکو ته ګواښونه کوي.

پوليس ویلي اوس هم د ترهګرۍ ګواښونه دي، ځکه دغه تن ته ويل شوي چې د ځان ساتنې دپاره اقدامات وکړي تګ راتګ کم کړي او د پوليس سره په تماس کې وي.

سفيان چې احمدزی وزير دی په بنو کې اوسي وايي، چې په اووم اپرېل يې د بدامنۍ پرضد قومي جرګه کړې وه چې د بنو په ډومېل تحصيل کې ناامني ده، خلک وژل کيږي، تښتونې روانې دي، د خلکو نه پېسې اخستل کيږي او طالبان ښکاره فعاليتونه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په ښکاره ورته ویل شوي چې ځان خوندي کړي، هغه تور لګوي چې دغه دړکه د دوی د غلي کولو دپاره ده.

هغه وويل دوی د اختر نه وروسته بيا جرګه راغوښتې چې د حکومت نه يې کومې غوښتنې کړي د هغې جاج واخلي او د راتلونکې تګلاره وټاکي.

سفيان وويل که څه ډول زيان ورته رسي زمه وار به يې د بنو پوليس او انتظاميه وي.

خو د بنو پوليس مشر (‌ډي پي او) عمران شاهد وايي دوی ته د خپلو سرچينو لخوا داسې مالومات ترلاسه شوي وو چې دغو کسانو ته دړکه ده او د هغې په اساس يې څلورو کسانو ته خبر ورکړی چې ځان ساتنه وکړي او د پوليس سره په تماس کې وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پوليس مشر وويل په علاقه کې امنيت خوندي دی او نور کلک ګامونه يې پورته کړي دي.

هغه زياته کړه د جرګې په غوښتنو پوره کولو کار کوي او د امنيت دپاره په پورته کړی شوو ګامونو کې په وروستيو کې د پوليس سره په مقابله کې يو ترهګر هم وژل شوی دی.

په بنو کې څلورو کسانو ته د ځان خوندي ساتلو خبره په داسې وخت کې شوې چې د مارچ په مياشت کې د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکو هلکانو په تشدد وژنه شوې او مړي يې بيا 20 ورځې وروسته ترلاسه شوي وو.

د دغو مړو ترلاسه کېدو وروسته جاني خېلو احتجاجي پرلت او بيا اسلام اباد پله لاريون پېل کړی او دوی هم غوښتنې کولې چې په علاقه کې دې امنيت په ځای کړی شي او د ښه او بدو وسله والو توپير دې ختم کړی شي.

وروسته بيا د خېبرپښتونخوا حکومت د لاريون کوونکو سره تړون کړی او باور يې ورکړی وو چې د دوی د نورو غوښتنو سره به علاقه د هر ډول وسله والو څخه پاکولی شي.