امریکايي جنرل د افغان ځواکونو د ممکنه ناکامۍ خبرداری ورکړی

په منځني ختيځ او سويلي اسيا کې د امریکايي ځواکونو مشر ویلي، د افغانستان نه د امریکايي او اتحادي ځواکونو وتل امکان لري چې د افغانستان خپل امنيتي ځواکونه وغورځويږي.

د امریکې د مرکزي کمانډ جنرل کېنېت فرېنک مېککنزی د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (22 اپرېل) ویلي په افغانستان کې د امریکا او اتحادي ځواکونو لس زره سرتيري طالبان قابو ساتي خو د ځواکونو وتلو سره به حالات په تېزۍ سره بدل شي کله چې افغان ځواکونه په خپل سر پاتې شي.

مېککنزي د وسله والو خدمتونو کمېټۍ ته ویلي، "زما اندېښنه ده چې افغان ځواکونه به په مېدان ټينګ پاتې نه شي څنګه چې دوی ته د کلونو راهسې ملاتړ ترلاسه وو او په مرستو اموخته وو".

نوموړي زیاته کړې، "زه اندېښنه لرم د امریکايي ځواکونو د وتلو سره په ځانګړي ډول د افغان هوايي ځواک د الوتکو پاڅولو او هغو الوتکو چې دوی ورته پرېښي دغه کار به دوی دوامداره ونه ساتل شي".

هغه ويلي امریکايي او نېټو ځواکونو نېغې مرستې نه ورکولې خو دا هغه څه وو چې افغان ځواکونه يې په طالبانو برلاسي کړي وو.

مېککنزي دغه څرګندونې د افغان ولسمشر اشرف غني د هغه بيا ن سره په ټکر دي چې د امریکايي پوځونو د ويستلو د اعلان وروسته ښاغلي غني ویلي وو چې مونږ د همکارۍ بل پړاو ته داخليږو د امریکا او نېټو سره په ګډه د سولې د هڅو دپاره کار کوو او د ځواکونو د وړتيا په اړه يې ويلي وو.

"افغانستان په خپلو دفاعي او امنيتي ځواکونو وياړي چې د خپلو خلکو او ملک دفاع کولی شي کوم کار چې دوی د اوږدې مودې راهسې کوي".

د صدر جو بايډن د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د ويستلو د اعلان سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو په راتلونکې اندېښنې څرګنديږي او ريپبلکن سېنېټر مايک راونډز ویلي، دا مهمه ده چې امریکايان په دې خبر کړی شي چې د دې نتيجې به ښې نه وي.

ځينې څيړونکي په افغانستان کې د تشدد سېوا کېدو اندېښنې هم څرګندوي.

مېکنزي ويلي "غټه اندېښنه دا ده چې امریکايي او د نېټو ځواکونه د افغانستان نه ووځي او هغه دا خبره مني چې طالبان لږ تر لږه 50زره جنګيالي او د دوی سره اوس د هغې نه زياته علاقه په لاس کې ده کومه چې د دوی سره لسيزه وړاندې وه".

هغه زياته کړې "که دوی (امریکا) افغان ځواکونو ته يو څه ملاتړ ور نه کړي دوی به وغورځيږي او د هغه په خيال دا د امریکا په ګټه نه ده".

دا لومړی ځل نه دی چې دغه ډول اندېښنه څرګنده کړی شوې له دې وړاندې هم امریکايي چارواکو دغه ډول اندېښنې څرګندې کړي دي.

ځينې څيړنو هم ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل به القاعده او داعش ته په افغانستان کې د ځای کېدو موقع برابره کړي.

مېککنزي دا ويره هم څرګنده کړې چې "د سفارتخانې ساتنه د کوربه هېواد زمه واري وي او دا زما دپاره د اندېښنې ده او د هر چا دپاره، چې مونږ افغانستان پرېږدو د افغانستان راتلونکې يا پاتې حکومت به دغه کار هم وکړی شي".

باوجود د دغو اندېښنو او خطرو څو امريکايي قانون ساز بيا هم د دې پرېکړې ملاتړ کوي چې د افغانستان نه ټول امريکايي ځواکونه ووځي.