د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزارې ویلي، د کابينې د قانون سازۍ کمېټۍ د جرنلېسټانو د ساتنې او په زوره د بې درکه کولو عمل جرم ګرځولو قانوني مسودې منظور کړي دي.
مزاري په څلورمه مې په ټويټر ویلي،
"نن د کابينې د قانون سازۍ په اړوند ماملاتو هوارولو دپاره جوړې کمېټۍ (سي سي اېل سي) دوه مهمې قانوني مسودې منظور کړې چې پکې يوه د جرنلېسټانو د ساتنې يا خونديتوب او بله په زوره د بې درکۍ عمل جرم ګرځول شامل دي".
Today CCLC approved 2 very critical bills: Journalist Protection Bill and the Enforced Disappearances bill which criminalizes enforced disappearances. This is major step forward in strengthening human rights by PTI govt. Will be tabled in next NA session, after cabinet approval
— Shireen Mazari (@ShireenMazari1) May 4, 2021
هغې ویلي دا د پاکستان تحريک انصاف د حکومت د بشري حقونو پياوړي کولو لور ته مهم ګامونه دي او "د کابينې د منظورۍ وروسته به دا قانوني مسودې د قامي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کوي".
شيرين مزاري د دغو قانوني مسودو د منظورۍ خبره په داسې حال کې کړې چې درې ورځې وړاندې په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په ملک کې خپل کالني رپورټ جاري کړی او د نورو موضوعاتو سره پکې د جرنلېسټانو د مشکلاتو او په زوره د بۍ درکه کولو په عمل اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.
د بشري حقونو کمېشن د کال 2020 په رپورټ کې ویلي، په ملک کې پرله پسې په درېم کال د ازادي اظهار رايې په اړه بندېزونه سېوا شوي دي.
ويل شوي چې د جرنلېسټ مطيع الله د تښتولو/ اغوا کولو نه واخله تر د جنګ ګروپ د مالک میرشکيل الرحمان د نيولو پورې، دا څرګندوي چې مطبوعاتي ګروپونه د يوې خاص بيانیې خپلولو دپاره مجبورولی شي.
د بشري حقونو کمېشن ویلي چې موجوده حکومت په کال 2018 کې د خپلو کړو وعدو باوجود په زوره د بې درکه کولو عمل جرم ګوځولو دپاره یوه قانوني مسوده منظوره نه کړی شوه.
په زوره د بې درکيانو په اړه د پلټنيز کمېشن د اول نه تراوسه پورې په بې درکه شوو کسانو کې تر ټولو زيات کسان په خېبرپښتونخوا کې بې درکه دي.
ويل شوي د دسمبر 2020 د اخرې پورې په صوبه کې د بې درکه کسانو په اړوند د درج مقدمو ټوله شمېره 2492 وه.
د بشري حقونو کمېشن ویلي د پلټنيز کمېشن خپره کړې شمېرې کره نه وي، رپورټونه وايي چې ټول کال خلک اوچتول کيږي او خوشي کول کيږي او اغېزمنه کورنۍ بيا د انتقامی عملیاتو له ويري مقدمې هم نه شي کولی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په مياشت کې په نړۍ کې د کال 2020 د بشري حقونو په اړه په خپل رپورټ کې د پاکستان پوځ، جاسوسي او د نورو امنیتي ادارو لخوا د بشري حقونو په سرغړونو اندېښنې ښودلې وې.
د پاکستان حکومت تل دغه ډول رپورټونه رد کړي او دعوه کوي چې په ملک کې د بشري حقونو خوندي ساتلو هڅې کوي او نوي قوانين جوړوي.
د اپرېل په وروستيو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي وو په پاکستان کې په میډیا قدعنونه د اظهار د ازادۍ لپاره خطرناک دي.
بلينکن د صحافتي ازادۍ د نړیوالې ورځ په مناسبت انلاین غونډه کې په پاکستان کې پر مېډیا د لګول شوو څرګندو قدعنونو په حقله وینا کې دغه خبره کړې وه.
د امریکا خارجه وزیر زیاته کړه مونږ د بشري حقونو په اړه راپورونو او د میډیا د لارې کتلي چې په پاکستان کې صحافیان او د هغوی کورنۍ اکثره د امنیتي ادارو، سیاسي ګوندونو، وسله والو او د نورو ډلو له خوا ځورول کیږي او ورته دهړکې ورکول کیږي.
په پاکستان کې فریډم نیټ ورک ګروپ پخپل کالني رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې د کال 2020 مې له میاشتې نه تر اپریل 2021 پورې په میډیا او صحافیانو پورې تړلې 148 پیښې د حملو او سرغړونو رپوټ شوې دي.
په دغو کې 6 صحافیان وژل شوي او د صحافتي ذمه واریو پوره کولو په وخت د 7 صحافیانو د تښتولو ناکامه هڅې شوې، 5 صحافیان تښتول شوي، 25 نیول شوي، 15 ځورول شوي او د 27 پرضد مقدمې جوړې کړل شوي.