د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير ويلي، د 16 مې (اتوار/يکشنبې) د ورځې نه دې هغه کسان چې عمرونه يې 30 کاله يا زیات دي د کرونا ويکسينو دپاره ځانونه رجسټرډ کړي.
نوموړی وزیر اسد عمر چې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې سرکاري قومي کمېټۍ (اېن سي او سي) مشر هم دی، په ټویټر يې ویلي په ملک کې د کرونا ويکسينو لګول ښه کېدو پله روان دي.
هغه ویلي د ويکسينو لګولو لړۍ نوره غځوي او د 30 کلونو د عمر کسان دې د 16 مې څخه د ويکسينو لګولو دپاره رجسټرېشن وکړي.
Starting tomorrow the 12th of May all 40 plus who have registered will be able to walk into any vaccination center of their choice and get vaccinated. Please note that vaccination centres are open and will only be closing for two days on eid.
— Asad Umar (@Asad_Umar) May 11, 2021
د پاکستان د سيند صوبې حکومت د وړاندې نه اعلان کړی وو چې د 16 مې نه به د 30 کالو نه د کم عمر کسانو ته ويکسين لګول پېل کړي.
په پاکستان کې په لومړي پړاو کې ډاکټرانو او نورې طبي عملې، په دوېم پړاو کې د 60 کالو نه د زیات عمر او بيا د 40 کالو د عمر کسانو ته د کرونا ضد ويکسين لګول پېل کړی شوي وو.
د اېن سي او سي د وېبپاڼې ترمخه په پاکستان کې ټولو 37 لکه 5244 کسانو ته تراوسه پورې ويکسين شوي دي، چې پکې 18 لکه 59زره 208 کسانو ته د کرونا يو ډوز او نهه لکه 52زره 518 ته دواړه ډوزه يا پوره ويکسين لګول شوي دي.
بل لور ته په ملک کې د کرونا له امله د مړینو او خلکو اغېزمن کېدو لړۍ هم روانه ده په تير شواروز کې نور 104 کسان د کرونا له امله مړه شوي او په 38زره 616 ټېسټونو يا معاينو کې په 2869 کسانو کې وايرس مالوم شوي دي.
په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 19زره 210 کسان مړه شوي دي.