جنرل باجوه: ترهګر کله نه پرېږدو چې امن ګډوډ کړي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د خېبرپښتونخوا د کوز دير په سفر کې ویلي، دغه علاقې چې په سخته يې پکې امن په ځای کړی، ترهګر به کله پرې نه ږدي چې دغلته امن ګډوډ کړي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د پوځ مشر د اختر په دوېمه ورځ (14 مې) د افغانستان سره د پاکستان لويديځې پولې د خېبرپښتخوا کوز دير ته ورغلی او د پوځي سرتيرو سره یې ورځ تيره کړې ده.

نوموړي ته په پوله د امنيت او پولې د انتظام په اړه احوال تير کړی شوی دی.

هغه ويلي پوځ او امنیتي ادارې به د امنيت دپاره خپله دنده په پوره توګه ترسره کوي.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې دغه خبره کړې چې په سيمه کې به ترهګر پرې نه ږدي چې امن ګډوډ وکړي چې په وروستيو د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو باجوړ، وزیرستان او بلوچستان پورې علاقو کې د بدامنۍ پېښې مخې ته راغلي دي.

د روانې میاشتې په لومړو کې د فاټا ريسچ سنټر مشر منصور محسود ويلي وو په پخوانو قبايلي ضلعو کې د طالبانو څخه جدا شوو ډلو رايوځايي کېدو سره په دغه سيمه کې بريدونه هم سېوا شوي دي او دا د کال 2019 او 20م په مقابله کې زيات ښکاري.

منصور محسود ويلي د پاکستاني طالبانو جدا شو ډلو رايوځايي کيدل او افغانستان کې بدلېدونکي حالاتو سره به د افغانستان سره په پوله پرتو قبايلي علاقو کې د وسله والو عمليات زياتېدل امکان لري.

د پاکستان قبايلي ضلعې په تيرو وختونو کې د وسله والو کلک مرکز پاتی شوی وو دلته يي خپل عدالتونه جوړ کړي وو د او د القاعده او نورو ترهګرو تنظيمونو هم په دغه سيمه شتون درلود.

خو د پاکستان امنيتي ادارو چارواکي وايي دغه سيمي يي د ضرب عضب عملياتو وروسته د وسله والو څخه پاکې کړي دي د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو وروسته په 22 فرورۍ 2017 کې د ردالفساد په نوم په ټول ملک کې هدفي عمليات پېل کړي وو.

په 22 فرورۍ (2021) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ردالفساد عملياتو په څلورو کالو پوره کېدو خبريالانو ته د دغو عملياتو احوال وړاندې کړی وو.

هغه ويلي وو په تيرو څلورو کلونو کې د کال 2017م نه تراسه پورې د نيشنل اېکشن پلان (ملي کاري پلان ) لاندې په ردالفساد عملياتو کې په ټول ملک کې د استخباراتو په اساس د درېو لکو 75 زرو نه زيات عملیات ترسره شوي دي. په دې کې ځينې مهم عملیات شوي او د ترهګرو ډېر بريدونه شنډ شوي او ځالې يې ختم کړی شوي دي.