خلیلزاد: دا خبره بېځایه ده چې افغان ځواکونه به د طالبانو په وړاندې بېوسه شي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د استازو اېوان د خارجه چارو کمېټۍ اندېښنو ته په جواب کې ویلي، دا خبره بېځایه ده چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان ځواکونه د طالبانو په وړاندې بېوسه شي.
بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکې سفیر راس ویلسن ویلي، په کابل کې وروستي بریدونه د داعش کار ښکاري خو وایي د دې معنا دا نه ده چې ګواکې طالبان تشدد نه کوي. نوموړی وایي دوی له طالبانو ډېر زړه ماتې شوي دي.