په افغانستان کې وروستیو جګړو 8000 کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه کړې دي

واشنګټن ـــ د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنېدو وزارت وایي، په روانه میاشت کې چې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه زیاته شوې په نتیجه کې یې د هېواد له پینځو ولایتونو تر 8000 زیاتې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.

دغه وزارت د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې دغه کورنۍ په بغلان، هلمند، کندوز، کندهار او لغمان ولایتونو کې د جګړو له کبله له خپلو سیمو خوندي ځایونو ته کډه شوې دي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې په دغو ولایتونو کې د کوچني اختر له درې ورځنۍ ډزبندۍ پرته له تېرو څو اوونیو د افغان ځواکونو او وسلوالو تر منځ جګړه روانه ده.

بې ځایه شوي کډوال وایي د استوګنې له سمو ځایونو، روغتیایي اسانتیاوو، او د ورځني ژوند له نورو اړتیا وړ شیانو محرومه دي او وایي ماشومان یې هم د بېځایه کېدو له کبله له تعلیمه بې برخې شول.

په بغلان ولایت کې د کډوالو او بیا ستنېدو د ادارې مشر شریف الله شفیق وایي، ټولې 8,500 کورنۍ بې ځایه شوې دي چې وایي په هغوی کې 3,500 کورنۍ د تشدد د وروستیو پېښو له کبله خوندي سیمو ته کډه شوې دي.

د افغان چارواکو په وینا د شمالي ولایت بغلان په درو ولسوالیو کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده، خو وایي طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر دغو ولسوالیو نوي بریدونه پیل کړل.

د هلمند یوه بې ځایه شوې کورنۍ خپله کډه لېږدوي.

د بغلان ولایت بورکه ولسوالۍ له تېرو دوو اوونیو راهیسې د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلې ده، د دې تر څنګ د میدان وردګو ولایت نرخ او جلرېز او د لغمان ولایت دولت شا ولسوالۍ هم طالبانو نیولې دي. د افغانستان دفاع وزارت وایي د دغو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره یې د وسلوالو په ضد عملیات پیل کړي دي.

د کندوز ولایت د امام صاحب سیمې اوسېدونکی عبدالغفار طلوع نیوز ته ویلي، چې د جګړو له کبله یې سیمه له خپلې کورنۍ سره یو ځای پرېیښې ده. وایي زوی یې د جګړې له کبله د بدن غړي بایللي او دوی بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د کندزور د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي وایي، د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې جګړه شدیده شوې ده چې له کبله یې 5,000 کورنۍ کډه شوې دي او د هغوی کورونه په پوځي مرکزونو بدل شوي دي.

بل لور ته په ختیځ ولایت لغمان کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې خبرونه ورکول کېږي چې د کډوالو د وزارت په وینا په نتیجه کې یې سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوې دي.

د لغمان د یوې بې ځایه شوې کورنۍ غړی ګل محمد وایي، حالات ډېر تاوجن دي او دوی د خوړلو لپاره هیڅ نه لري.

یو بل بېځایه شوی کډوال نور محمد وایي د استوګنې لپاره ځای نه لري او ډېرې له ستونځو ډکې شپې تېروي.

افغان حکومت وایي د جګړو له کبله د بې ځایه شویو کورنیو اړتیاوې به پوره کړي او وایي د دې لپاره پر ډېرو کورنیو د خوراکي موادو وېشل پیل کړي‌ دي. د کډوالو د وزارت ویاند سید عبدالباسط حیدري وایي، له بهرنیو مرستندویه ادارو سره په ګډه کار کوي چې د کډوالو ستونځې حل کړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر اوسه یې په میلینونو خلک له هېواده بهر کډوال دي او د بخښنې د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې شاوخوا څلور میلینه خلک یې په هېواد کې دننه د جګړو او نورو ستونځو له کبله له خپلو سیمو بېځایه دي.