د پاکستان د تعليم وزیر شفقت محمود هم په کرونا وايرس اخته شوی دی، ورسره په ملک کې په کرونا وايرس اخته نور 92 کسان مړه شوي او په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 20زره 400 ته رسېدلې ده.
شفقت محمود نن د نهې/سه شنبې په ورځ (25 مې) په ټویټر ویلي،
د کرونا ټېسټ مې مثبت راغلی دی. د لږو نخښو نښانو سره ښه محسوس کوم. زر به ښه شم.
I have tested positive for coronavirus. I feel fine with mild symptoms. InshAllah will get well soon.
— Shafqat Mahmood (@Shafqat_Mahmood) May 25, 2021
بل لور ته د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وبا له امله په تير شوا روز کې نور 92 کسان مړه شوي دي.
ویل شوي په 24 ساعتونو کې 46زره 726 معاينې يا ټېسټونه شوي او په 2253 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.
په پاکستان کې په 23 مې 57 او په 22 مې 74 کسان د کرونا څخه مړه شوي وو.
په ملک کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) ويلي په ملک کې د کرونا ويکسينو لګولو لړۍ روانه ده 12لکه 86زره 429 کسانو ته د ويکسينو دوه ډوزه او 28لکه 57زره 746 ته يو ډوز ويکسين لګول شوي دي.
د پاکستان د وزیراعظم د صحت په چارو کې مرستيال فېصل سلطان ويلي، د پاکستان د صحت قومي ادارې (اېن ايي اېچ) د چين د کېنسينو بايولاجک په مرسته يې په کامياپۍ سره د کېنسينو ويکسين کار ترسره کړی دی.
هغه په ټويټر ويلي، د جوړ کړی شوي ويکسين د معيار مالومولو دپاره ټيسټونه کيږي. هغه ويلي دا مهم ګام دی او د ويکسينو په سپلايي لاين کې به مرستندويه وګرځي.
Congratulations to the NIH Pak team and its leadership for successful fill/finish (from concentrate) of the Cansino vaccine with the help of Cansino Bio Inc. China. The product has passed the rigorous internal QA testing. An imp step to help in our vaccine supply line pic.twitter.com/hrkySTJxPX
— Faisal Sultan (@fslsltn) May 24, 2021