بېن الافغاني خبرې بيا پېليږي، سرچينې

د پاکستان د لوړې کچې يوې سرچينې وي او اې ته ويلي، د زيارت په ورځ به په قطر کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې شي.

سرچينې ويلي پاکستان د دغو خبرو په راجوړولو کې رول لوبولی دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ (لومړي جون) د افغان حکومت پلاوی قطر ته روان شوی خو د طالبانو سره د ناستې په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم ويلي د ناستې يا خبرو دپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، او په قطر کې د طالبانو وياند محمد نعیم ویلي دوی (طالبان) تيار دي چې کله هم وي دوی خبرو ته تيار دي.

ويل شوي دغه ودرېدلې خبرې په داسې حال کې بيرته روانيږي چې د امریکا او نېټو ځواکونه د افغانستان نه وتل پېل شوي دي.

صدر جوبايدن د 11 ستمبر پورې د امریکايي ځواکونو د افغانستان نه د ويستلو اعلان کړی دی.

د امریکايي پوځ ترمخه د 30 نه تر 40 فيصده پورې د ځواکونو د وتلو عمل پوره شوی دی.

د افغان حکومت او طالبانو د بیا خبرو پېل کېدو په اړه د پاکستان د لوړې کچې د چارواکو سرچينې دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان د افغانستان نه د امریکايي او نېټو ځواکونو په وتلو اندېښنې څرګندوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ګل/دوشنبې په ورځ د متحده عرب اماراتو د مشرانو سره په ټيليفوني خبرو کې ویلي، د افغانستان نه دې د بهرنيو ځواکونو وتل په زمه واره توګه وشي او افغان فريقېن دې په ثابت قدمۍ سره سياسي حل ته ورسي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې پاکستان د وړاندې نه د درې ملينه پورې افغان کډوالو کوربه توب کوي او وايي که د افغانستان جګړه ختمه نه شوه په پاکستان به د کډوالو بله څپه راشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د کال 2020 د فرورۍ په مياشت کې د سولې موافقنامه لاسليک شوې او د هغې وروسته د بېن الافغاني خبرو پېل کېدو ويل شوي وو.

خو دغه خبرې بيا په ستمبر کې پېل شوې او بيا څو ځله د ځنډ ښکار شوي او تراوسه پورې پکې کومه ښکاره نتيجه مخې ته نه ده راغلې.