خلیلزاد له اعلی امریکایي پلاوي سره بیا د افغانستان، قطر او سیمې په سفر تللی

واشنګټن ـــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا په داسې وخت کې د یوه اعلی امریکایي پلاوي په مشرۍ د افغانستان، قطر او د سیمې د هېوادونو په سفر روان شوی چې په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو بیان کې ویلي، چې خلیلزاد د امریکې د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او یوسېډ د استازو په ګډون پلاوي سره یو ځای د جون پر څلورمه کابل ته روان شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې چې دغه اعلی امریکایي پلاوی به له ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو سیاسي مشرانو تر څنګ د ښځو د بېلابېلو ډلو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره هم ویني او د سولې د بهیر په اړه به د هغوی نظرونه اوري:

"پلاوی به د افغانستان د پرمختګ او سیاسي روغې جوړې لپاره د امریکې پر دوامداره مرسته ټینګار کوي چې په نتیجه کې یې جګړه پای ته ورسېږي".

خلیلزاد به له خپل پلاوي سره قطر ته هم ځي او هلته به د افغان حکومت او طالبانو له موجودو مذاکراتي پلاویو سره ویني او دواړه به هڅوي چې د سیاسي روغې جوړې په خاطر خبرې پر مخ بوځي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.

خلیلزاد په داسې وخت کې قطر ته سفر کوي چې بین الافغاني خبرې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلې دي، چې دواړه غاړې یې یو پر بل د ځنډ پړه ور اچوي.

د طالبانو د قطر دفتر مشران وخت په وخت د افغان سولې بهیر په اړه له بهرنیو ورتلونکو استازو سره هم ویني. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي د شنبې- خالي په ورځ د شېرمحمد عباس ستانیکزي په مشرۍ د دوی پلاوي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ګیلیس میشود او د یوناما له مشرې ډیبورا لیونز سره لیدلي دي.

محمد نعیم وایي په دې ناسته کې دواړو غاړو د افغان سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو پر رول او له سولې وروسته د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو خبرې کړې دي:

"په ملاقات کې د اسلامي امارت [طالبانو] هیئت ملګرو ملتونو ته یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خپل هوډ څرګند کړ همدارنګه يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو کارکوونکو او په مجموع کې ديپلوماتانو د امنیت او مصؤونیت په اړه ډاډ ورکړ".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې خلیلزاد به له خپل پلاوي سره پاکستان ته هم ځي که نه، خو وایي پر افغان سولې بهیر د خبرو او د سیمې د تجارت او اقتصاد پر زیاتېدو به د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې وکړي چې ګوندې په سوله کې مهم رول ادا کړي.