د پښتو ژبې بل ياد شاعر امير رزاق امير په حق رسېدلی

امير رزاق امير

د پښتو ژبې د نظم او نثر نوموړی ليکوال امير رزاق امير نن په خپل پلارني کلي د ملاکنډ درګۍ سيمه کې په حق رسېدلی او هم هلته خاورو ته سپارل شوی دی.

د پښتنو ليکوالانو په اړه تحقيق کوونکی او ليکوال حاجي اسلم وايي امير رزاق امير په بهر هېوادونو کې د مزدوروترڅنګ د خپلو زدکړو لړۍ هم دوامداره ساتلې وه او تر شپاړسم ټولګي زدکړې يېکړې وې، څلور کتابونه يي ليکلي وو چې دوه د شاعرۍ کتابونه "خيالونه تصويرونه "او "څړيکه" او دوه يي د نثر کتابونه ليکلي دي.

اسلم خان وايي امير رزاق امير د سندرې، غزل، چاربېتې، افسانې او نثر ليکلو يو ځانګړې انداز لري.

حاجي اسلم وايي ارواښاد ورته په وروستۍ يوه مرکه کې وويلي وو ليکل يي اوس هم ډېر ناچاپه پراته دي، په قلار قلار يي چاپ ته وړاندې کوي، سندرې، نظمونه او غزل يي د پښتو مشهورو سندر غاړو ويلي دي.

مشهور نظم يي ښارې ناپرسان وو.

په شاعرۍ کې زيات د غني خان، اجمل خټک او نورو ليکوالانو نه متاثره وو.

" اميررزاق امير د غني خان بابا په څېر د پښتنو په ژوند ژواک تنقيد برای اصلاح د مزاح په انداز کې کړی دی".

نوميالی شاعر فضل سبحان عابد وايي امير رزاق امير د نورو ادبې ټولنو سره سره د ملاکنډ ادبې جرګې غړی وو، د صاحب شاه صابر، رحمت شاه سايل او نورو نوموړو سره يې ادبې ناستې کولې، او مرګ سره يي د ادب په دنيا کې لويه خلا رامنځته شوه.

" د واپډا نوکرۍ نه ريټايرډ شوی وو، او ډيرڅه يې ليکل، او غوښتل يي چې کومه مطالعه يې کړې هغه يې خپل اولس ته واپس کول غوښتل خو مرګ ورته موقع ورنه کړه"

ښاغلی عابد وايي، د ارواښاد امير رزاق امير کمی به تر ډيره وخته د پښتو ادب کې موجود وي، ادبې خدمات به يي تر ډيره وخته ياد ساتل کيږي او په راتلونکي وخت کې به اديبان د هغه د ليکلو کتابونو نه ډيرې ګټې پورته کړي.

شاعر او ليکوال اکبر هوتي وايي،په دې وروستيو کې دا سليم راز، طاهر افريدي او مشتاق مجروح نه پس د امير رزاق مړينه پښتو ادب ته غټ نقصان دی.

هغه وويل په پښتو ژبه کې چې د طنز و مزاح ډېر کمی دی، امیر رزاق امير هم د طنز و مزاح يو ستايلی نوم دی، نو د هغه د مړينې سره د پښتو ادب دغه صنف ته زيات تاوان ورسېدو.

اکبر هوتي وويل دوی هيله لري چې د هغه د ليکنو څخه نوی کُول ګټه پورته کړي او دغه خلا پوره شي.

امير رزاق امير په کال ۱۹۵۵م کې په درګۍ کلي کې ځګيدلې وو، شاعري يي د پينځم جماعت نه شروع کړي وه۔ د معاش په عرض سعودي عرب، بحرېن او کوېت ته هم تللی وو او هلته يې هم خپلې ادبي هلې ځلې دوامداره ساتلې وې.