د پښتونخوا ماشومان د قانون باوجود په کم عمرۍ کې درانه کارونه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په خیبرپښتونخوا کې په کم عمره ماشومانو د کارونو د مخنیوي قانون هم جوړ شوی خو اوس هم په دې صوبه کې په بشپړه توګه عمل ورباندې نه کېږي. پېښور هایکورټ د صوبایي حکومت مختلفو ادارو ته امر کړی چې د دې قانون د عملدارۍ په اړه دې عدالت ته رپوټ وړاندې کړي. تفصیل د وي او اې ډیوه د خبریال عبدالرزاق په رپوټ کې: