په بلوچستان کې تر نورو صوبو د ښځو د حقونو حالت ډېر خراب دی

Your browser doesn’t support HTML5

په بلوچستان کې غيرسرکاري موسسو پر ښځو د تشدد پر بېلابېلو پېښو اندېښنه څرګنده کرې ده. په صوبه کې د عورت فاونډېشن په نامه د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره وایي، تر اوسه په هره اداره او عامو ځایونو کې د ښځو ځورول عامه خبره ده او د مخنیوي لپاره ډېر کار کول پکار دي.