په بلوچستان کې د اوبو نشتوالي او وچکالۍ ستونزې پيدا کړې

په بلوچستان کښې اوږدې وچکالۍ او اوبو نشتوالي يو شمېر ستونزې پيدا کړې دي، په ملک کې د اوبو د وېش دپاره د انډس ريور سسټم اتهارټي په نامه د محکمې چارواکي وايي، چې په بلوچستان کې سږ کال د نورو کلونو پر پرتله لږ بارانونه شوي، چې ورسره د اوبو د نشتوالي او وچکالي زياته شوې ده.

د چاراکو په خبره د تېرکال له اکتوبر څخه د روان کال تر مۍ مياشتې پورې په بلوچستان کې د نورو کلونو په پرتله 60فيصده کم بارانونه شوي دي.

د بلوچستان په جنوبي لويديځو ضلعو کښې د بارانونو موسم پای ته رسېدلی، او تمه نه کېږي چې تر نومبر پورې دي بارانونه و اوري.

د اوبو نشتوالي او وچکالۍ د ايالت د زراعت او مالدارۍ څانګې سختې اغېزمنې کړې دي. بل لور ته ګرمۍ هم زياته شوې ده.

د هوا پېژندنې اداره وايي، چې په اوسني کړکېچ کې د بلوچستان مرکز کوټه، چاغي، ګوادر، هرنايي، کېچ، خاران، مستونګ، نوشکي، پنجګور، قلات او واشک ضلعې سختې اغېزمنې شوې دي.

د زراعت ډپټي ډاټريکټر انور دوتانی وايي، " د وچکالۍ او بارانونو نه ورېدلو سبب د ځنګلونو نشتوالی دی. که په وچکالۍ ځپلو سيمو کښې چيک ډيمونه جوړ شي او ونې ولګول شي، نو د ځنګلونو له زياتېدو سره به د بارانونو اورېدو امکان هم زيات شي".

د بلوچستان د لائيوسټاک محکمې لوړ پوړی چارواکی ډاکټرغلام حسين جعفر وايي،" په بلوچستان کښې د وچکلالۍ له امله د زراعت ترڅنګ مالدارۍ هم اغېزمنه شوې ده. که څه هم د موسی خېل سيمه زياته مالداري لري او پراخ څرځايونه يا ورشوګانې لري خو د بلوچستان په نورو سيمو کښې حالت ډېر د اندېښنې وړ دی، په وچکالي کښې مال (پسونه) نه يوازي ناروغه کېږي بلکې د ناروغيو له امله مري هم او مالدارانوته مالي زيان اوړي".

خو بل لور ته د بلوچستان حکومت ترجمان لياقت شاهواني بيا وايي، چې که څه هم په بلوچستان کې د اوبو د نشتوالي ستونزه شتون لري، خو په خبره يې په دريابونو کې د بلوچستان د برخې په اوبو کښې 23 زره کيوسک زياتوالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره په وچکالۍ کې هم بلوچستان او خېبرپختونخوا ته د اوبو پوره ونډه نه ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره په بلوچستان کې تر ټولو زيات د نصيراباد ډويژن د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دی، دوی ويره څرګنده کړې چې په ياده سيمه کې د وچکالۍ له امله سږکال فصلونه اغېزمن شي. د وچکالۍ او اوبو د نشتوالي ستونزو د نور هيواد ترڅنګ په سند ايالت کې هم زياته شوې ده.