د پښتو د نومیالي سندرغاړي عبدالله مقري مړینې ګڼ خلک غمجن کړل

واشنګټن ــــ د پښتو ژبې نومیالي سندرغاړي عبدالله مقري په کورونا وایرس تر اخته کېدو څو اوونۍ وروسته نن د 68 کلنۍ په عمر د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړې او پر مړینه یې د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مېشتو پښتنو خواشیني څرګنده کړې ده.

د عبدالله مقري زوی ځوان سندرغاړي میرخان پر خپله فېسبوک پاڼه نن سهار د خپل پلار د مړینې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي "د هېواد وتلې څهره، نوميالي هنرمند او زما پلار عبدالله مقري نن د حق داعي ته لبيک ووايه!".

ښاغلی مقری د افغانستان د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ وو او په 1953م کال کې همدې سیمه کې زېږېدلی وو، خو زوی یې وایي هغه به د کابل په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شي.

زوی یې میرخان ځینو رسنیو ته ویلي، چې پلار ته یې کورونا وایرس ور پورې شوی وو، خو بیا وروسته د زړه تکلیف ورته پیدا شو او وایي د زړه د دورې له کبله یې ساه ورکړه.

نوموړي پخپل ژوند کې په سلګونو انقلابي، وطني، ولسي او عشقي سندرې ویلې وې او د افغانستان اوږده غمیزه یې پخپلو سندرو کې په ډېره دردوونکې توګه انځور کړې وه چې د خلکو زړونه یې ټکور کړي وو.

د مقري پر مړینه پر ټولنیزو رسنیو بې شمېره خلکو خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینې د پښتو موسیقۍ خصوصاً د افغانستان د هنر او کلتور لپاره لوی تاوان بللی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د عبدالله مقري مړینې د افغاني هنر او موسیقۍ لپاره لویه ضایع بللې ده. د افغان حکومت پر فېسبوک پاڼه د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي چې مقري پخپلو سندرو کې د وطن مینه او دردونه زمزمه کړي دي:

"عبدالله مقري په هنري، سندریز او خواږه انداز خلک د وطن ابادۍ، یووالي او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې عالي روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هرې سیمې، کور او خپلو مینه والو ورسول".

مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزی هم د عبدالله مقري مړینې غمجن کړی او د هغه مړینه یې د هغه کورنۍ او د موسیقۍ مینه والو ته لویه ضایع بللې ده. حامد کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"ارواښاد عبدالله مقری د افغانستان د موسیقي یو ځلانده ستوری وو چې د هنر د ودې لپاره یې د قدر وړ هلې ځلې تر سره کړي".

د جون پر 14مه هم د عبدالله مقري د مړینې خبر ډېرو رسنیو او د افغان چارواکو په ګډون ګڼ شمېر خلکو خپور کړی وو، خو بیا یې زوی وویل چې هغه ژوندی دی. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د هنر څانګې مرستیال هارون حکیمي نن د هغه د مړینې په اړه لیکلي:

"دوهم ځل دی چي د خپل درانه دوست د مرګ خبر اورم او هر وار د یوې تکیې د نړېدو احساس کوم. خدای دې دا ځل هم درواغ کړي. عبدالله مقری زموږ د رښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازی هنرمند وو".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د عبدالله مقري پر مړینه غمجن شوی او هغه یې "د سولې ارمانجن" سندرغاړی بللی. منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"د ارواښاد عبدالله مقري د پښتون افغان وطن لپاره ډېر لوړ او بې شماره خدمتونه دي. د هغه مړينه د پښتو ژبې د موسيقۍ لپاره يوه لويه ضايعه ګڼو".

عبدالله مقري شاوخوا پینځه څلوېښت کاله مخکې لومړی د افغانستان په سرکاري رېډیو او ټیلیويزن کې په سندرو ویلو پیل کړی وو او په پیل کې یې اکثر ولسي او کله کله انقلابي سندرې ویلې.

د عبدالله مقري یو واده وو چې له هغه څخه یې اووه اولادونه دوې لوڼې او پینځه زامن پاته دي. د ده دویم زوی میر خان هم په نیژدې موده کې په سندرو ویلو پیل کړی او ډوچې وېلې رېډیو ته یې ویلي "ما د موسیقۍ په ډګر کې قدم ایښی دی او همېشه به کوشش کوم چې د پلار نوم روښانه وساتم".