عثمان کاکړ څنګه په لنډ وخت کې "د ولس جانان" شو

واشنګټن ـــ د عثمان خان کاکړ په مړينه د نوموړي پښتون ولسي او انقلابي شاعر رحمت شاه سايل د شعر د دې بند چې "ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې" لکه چې د ښاغلي کاکړ په مرګ يوه عملي مظاهره وشوه او ډېرو خلکو دا بند په سوشل مېډیا د هغه لپاره پوسټ کړی دی.

عثمان کاکړ د يو وړوکي قامپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي د بلوچستان صوبې صدر و او په نزدې40 کاله سياسي ژوند کې يو ځل د پاکستان د سېنټ غړی پاتې شوی دی.

عثمان خان په تېر سېنټ کې يواځې د بلوچستان او پښتنو نه بلکې د وړو قامونو او لږکيو ‌‌‌‌‌‌ډلو يو ترجمان جوړ شو او د ملک په کچه يې د يو جمهوري سياسي شخصيت او د پارلمان او ايين د دفاع کوونکي په توګه پېژندګلو وشوه.

د سېنټ نه يې په ملکي کچه سياسي او جمهوري شخصيت وځلېد خو ولې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د کلک ملاتړ په سوب يې په ټولو پښتنو کې مقبوليت وموندو.

په سوشل مېډيا د ليکنو او بېلابېلو موادو د خورولو نه اندازه کيږي چې په خصوصي توګه په پښتون ځوان کول کې ‌‌‌‌‌‌ډېر محبوبيت لري او د سیاستوالو په نظر دا د عثمان خان کاکړ د "روڼ سياسي اند" په سوب ده چې د ارواښاد سره يې د مينې او احترام څرګندونه کيږي.

په ‌‌‌‌‌‌ډېرو پوسټونو کې ورته ‌‌‌‌‌‌ډېرې پېرزوینې شوي خو د پښتو يوه ټپه په سوشل مېډيا ‌‌‌‌‌‌ډېره ځليږي چې عثمان خان ته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کيږي او د هغه سره د ولسي مينې ښکارندویي کوي لکه:

په چا به کور کلی ورانيږي

په ځينو خلکو باندې وران شي وطنونه

د عثمان کاکړ په غم نه يواځې د پاکستان ټولو لويو وړو سياسي ګوندونو خواخوږي ښودلې بلکې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د يو شمېر چارواکو نه پرته په ولسي کچه يې هم وير کيږي.

د هغه د سياسي او غير متنازعه شخصيت يوه بله بېلګه دا هم ده چې کله يې مړی د کراچۍ نه د بلوچو په خاوره کوټې ته د سړک د لارې راوړل شو نو ځای په ځای په وېډيوګانو کې ليدل کيږي چې بلوچ سياسي کارمندان ورته په احترام کې په هغه ګا‌‌‌‌‌‌ډي ګلونه شيندي چې مړی پکې پروت دی.

د عثمان خان غايبانه جنازې د پښتونخوا د باچا خان مرکز سره سره د صوبې په نورو ځايونو، اسلام اباد او د پنجاب په بېلابېلو پوهنتونونو کې شوي چې د عثمان خان کاکړ د جمهوريت او قامپالۍ ستاينه یې کړې ده.

د کويټې د هزاره شيعه مسلمانانو لږکيو ‌‌‌‌‌‌ډلې نماينده جليله حيدر ایډوکيټ په خپل ټوېټر د عثمان خان په اړه ليکلي "عثمان کاکړ د وړوکي ګوند يو مشر وو خو سلېکټیډ نه وو بلکې ولسي وو. په خپل 40 کاله سياسي مزل کې يواځې يو ځل سينټ ته تللی خو په درې کاله کې يې دومره محبوبيت پيدا کړو چې تر 30 کاله د پارلمان غړي پاتې شوي سياستمدار يې يوه فيصدي برخه هم ونه مونده".

د عثمان خان کاکړ د مړينې په اړه تنازعه را پورته شوې ځکه چې کورنۍ يې، ‌‌‌‌‌‌ډاکټران او عام خلک د هغه مړينه ننګوي او د شک په سترګه ورته ګوري چې نه يواځې د هغه په سر راغلی زخم بلکې د پاکستان په سينټ کې د هغه کړی تقرير د هغه مرګ يو پلان بولي.

عثمان خان پخپله د سېنټ د شپږ کاله غړيتوب په ريټارېرمېنټ په سينټ کې په وروستۍ وينا کې ويلي او تفصيل يې په ویډيوز کې خوندي دی چې وايي "زه په شپږ کاله کې نن يوه ذاتي خبره کوم په ما زور راوړل کيږي چې جمهوريت، قامي حقونه، نظريات او په غير جمهوري قوتونو تنقيد پرېږدم او غلی شم. د ايين او پارلمان د بالادستۍ او جمهوريت خبرې پرېږدم، نه شم کولی که ژوند مې پکې ځي دا نه شم کولی".

هغه زياته کړه "ماته ژوند دومره خوږ نه دی لکه جمهوريت، پارلمان، خپل ولس او خپل سياست راته څومره ګران دی. ماته اشارې او پيغامونه رارسيږي خو دا زه په ريکار‌‌‌‌‌‌ډ راولم که په ما لا زما د کورنۍ په غړو څه وشول پروا نشته خو که څه وشو نو د دې ذمه وار به دوه استخباراتي ادارې وي او تاسو يې ګواه اوسئ".