د پي اېس اېل پايلوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې د ملتان سلطان نه ماتې خوړلې

د پاکستان د سپرليګ (پي اېس اېل) شپږم په پايلوبه کې د ملتان سلطان لوبډلې د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړې او په لومړي ځل يې اتلولي ترلاسه کړې ده.

د ملتان سلطان لوبډلې مشر (کپتان) د پېښور سره تعلق لرونکی محمد رضوان دی.

تيره شپه په ابوظهبي کې ترسره شوې پايلوبه کې لومړی بيټنګ د ملتان سلطان لوبډلې کړی او د پېښور زلمي لوبډلې ته یې د 207 رنزونو هدف ورکړی وو.

د ملتان سلطان لوبډلې په څلور لوبغاړو اوټ کېدو 206 رنزونه جوړ کړي وو.

د لوبې پچه/ ټاس زلمي لوبډلې ګټلی خو لومړی یې بالينګ اخستی وو.

د ملتان سلطان د 206 رنزونو په ځواب کې د پېښور زلمي لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې 159 رنزونه جوړ کړي او سلطان لوبډلې په 47 رنزونو پايلوبه ګتلې ده.

په زلمی لوبډله کې د افغانستان حضرت الله ځاځي چې په تيرو سياليو کې غوره بيټګ کړی خو نوموړي په پايلوبه کې يواځې شپږ رنزونه جوړ کړي دي.

د زلمي درې لوبغاړي په صفر اوټ شوي دي.

د پېښور زلمي لوبډلې يو ځل د پي اېس اېل اتلولي ګټلې ده، او د ملتان سلطان هم دا لومړی ځل دی چې د پي اېس اېل اتل شو.

د پاکستان سپر ليګ شپږم د 2021 سيزن سيالۍ په پاکستان کې پېل شوې خو د کرونا له امله دا سيالۍ ځنډېدلې او بيا متحده عرب اماراتو ته منتقل کړی شوې وې.