د جاني خېلو د ملک نصيب مړی خاورو ته سپارل شوی، د امن غوښتنه به عملي کولی شي

د خېبرپښتونخوا د بنو د جاني خېلو د يو قومي مشر ملک نصیب خان مړی وروسته له هغې خاورو ته سپارل شوی چې دغه قوم د وژل شوي مشر دپاره د انصاف او په علاقه کې د امنيت په ځای کولو دپاره 28 ورځې احتجاجي پرلت کړی دی.

د جاني خېلو پرلت وروسته له هغې ختم کړی شوی چې د وزير قوم دوه قبيلو اتمانزو او احمدزو د حکومت او جاني خېلو ترمنځ خبرې کړي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د جاني خېلو سره د خبرو کامیابېدو ويلي دي.

د جاني خېلو د پرلت يو غړي لطيف وزيري وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل تيره شپه د ملک نصيب خان مړی خاورو ته سپارل شوی دی.

هغه وویل دوی پرلت وروسته له هغې ختم کړو چې ځايي جرګې دوی ته باور ورکړو چې د حکومت سره به د امنیت په ځای کولو، بې درکه کسانو مالومولو، د څلورو تنکیو هلکانو او ملک نصيب د وژلو پلټنې کوي.

هغه وویل علاقايي د اتمانزو او احمدزو جرګې ورته باور ورکړی چې په يوه میاشت کې به يې په غوښتنو عمل شورو شي.

د اتمانزو او احمدزو د جرګې يو غړي ملک نور خان ويلي، د بنو د مرستیال کمشنر په اعلاميه کې دوی ته واک ورکړی شوی چې د جاني خېلو سره خبرې وکړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل يوه اوونۍ وروسته به د جاني خېلو سره رسمي خبرې پېل شي د دوی او وزیراعلا ترمنځ د تنکیو هلکانو د پېښې په وخت د پرلت په مهال په شوې لوظنامه او تازه ژمنو عملي کېدو باندې خبرې او ګامونه پورته کولی شي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مشاور کامران بنګش په ټویټر ویلي، د اولس، صوبايي حکومت او خپل وزيراعلا محمود خان په هڅو د جاني خېلو د پرلت کوونکو سره خبرې کاميابې شوې، اووه کسيزه غټه جرګه جوړه شوه د دې دپاره چې زمونږ او د خپلو خلکو ټولې غوښتنې او مسلې په وخت هوارې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين جاني خېلو ته افرين ویلي چې مزاحمت يې کړی او زياته کړې يې ده چې په ولسونو کې د مزاحمت ماده د غلامۍ نه د خلاصون سبب جوړيږي.