په کرمه کې د شخصي کمپنۍ پينځه کار کوونکي تښتول شوي

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع کرمه کې نامالومو کسانو د يوې شخصي موبايل کمپنۍ پینځه تنه کار کوونکي تښتولي دي.

د کرمې ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) طاهر اقبال وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې دغه پېښه د 26 او 27 جون په منځنۍ شپه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل دغه پېښه چې د اورکزو سره په پوله پرته علاقه کې مخې ته راغلې نامالومه کسان راغلي او د (موبي لنک) نومې کمپنۍ ټاور لګوونکي کسان يې تښولي چې پکې يو انجينیر او څلور نور کار کوونکي شامل دي.

پوليس افسر وويل د پېښې مقدمه درج کړی شوې او د دغو کسانو د مالومولو دپاره عمليات پېل کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د کار کوونکو د تښتولو زمه واري چا نه ده منلې.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د خلکو د تښتولو خبرونه مخې ته راځي.

دوه ورځې وړاندې د کوټې په مارګټ علاقه کې د شپږو کسانو د تښتولو خبر مخې ته راغلی بيا وروسته چارواکو ويلي وو په تښتول شوو کې درې راخوشي کړی شوي او درې اوس هم نشته.

د بلوچستان امنیتي چارواکو وي او اې ډيوه ته ویلي دغو کسانو هم د موبايل په ټاور لګولو کار کولو.

په 26 جون د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې د مرکزي کمېټۍ غړی عبېدالله کاسی هم د کوټې ښار سره نزدې د کچلاک سيمې څخه نامالومه کسانو تښتولی وو.