د پاکستان د کورنيو چارو وزیر نن د نهې/ سه شنبې په ورځ وويل چې د کرونا وبا له امله د افغانستان سره د تورخم پوله هم د نن نه د هر ډول تګ راتګ دپاره وتړل شوه.
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد احمد نن په ټويټر ویلي،
"د کرونا وبا له امله د اېن سي او سي د هداياتو ترمخه د تورخم پوله نن په شپږمه جولايۍ د هر ډول تګ راتګ دپاره وتړل شوه".
هغه ويلي، "د پاکستان او افغانستان د تورخم د اېمګرېشن مرکز به هم د هغه وخته پورې د تګ راتګ دپاره بند وي چې کله د اېن سي او سي لخوا نوې لارښوونه نه وي ترلاسه شوي".
شېخ رشيد په ټويټر دغه خبره نه ده کړې چې په افغانستان کې د کرونا وبا سېوا کېدو له امله د تورخم پوله وتړل شوه خو له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ويلي وو په افغانستان کې د کرونا پېښې سېوا کيږي او په پاکستان کې کميږي ځکه د افغانستان د لوري راتګ بند کړی شوی دی.
بل لور ته په تير شوا روز کې په پاکستان کې د کرونا له امله نور 25 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 22زره 452 ته رسېدلې ده.
چارواکي وايي د تيرې اوونۍ راهسې په پاکستان د کرونا په مثبتو پېښو کې بيا سېوا والی راغلی دی.
د تورخم پوله چې د وړاندې نه پرې تګ راتګ بند وو یواځې افغانانو ته افغانستان د تګ او پاکستانيانو ته پاکستان ته د راتګ اجازت وو.
تيره مياشت افغان زده کوونکو ويلي وو دوی چې په روژه کې يا د هغې نه وړاندې افغانستان ته خپلو کورونو ته تللي هلته ايسار شوي او زده کړې او امتحانونه ترې پاتې کيږي.
هغه وخت وي او اې ډیوه د افغان او پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او چارواکو جواب کړی وو چې په دغه مسله کار کوي.
د پاکستان د لوړو زده کړو په اداره (اېچ اېس اي) کې يو چارواکی (ډايريکټر) جهانزېب خان چې د افغان زده کوونکو معاملات ګوري، نن د نهې/سه شنبې په ورځ وي او اې ډيوه ته وويل دغو زده کوونکو ته دوه ورځې وخت ورکړی شوی او د ده په وېنا په پاکستان کې په تعليمي ادارو کې داخل ټول زده کوونکي راوړېدلي او قرنطين کړی شوي دي.
د چارواکو په وېنا پاکستان ته په راغلو افغان زده کوونکو کې د 340 پورې زده کوونکي په خېبر او پېښور کې د لسو ورځو دپاره قرنطين کړی شوي دي.
جهانزېب وايي په پاکستان کې دا وخت 3000 افغان زده کوونکي په مختلفو تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي.
د تورخم به په پوله د کرونا وبا نه وړاندې په عادي ورځو کې د ورځې په سر د اندازې ترمخه د لسو زرو پورې کسان اوړېده راوړېده.
بل لور ته د 18 جون څخه د افغانستان سره د تګ راتګ دپاره د چمن پوله هم بنده کړی شوې ده.
خو د چمن په پوله هم لکه د تورخم په څېر د پاکستان لخوا افغانستان ته تلونکي افغانان چې تذکره يا اسناد لري پرېښودل کيږي او د افغانستان د لوري پاکستان ته راتلونکي پاکستاني وګړو ته په قانوني اسنادو د راتګ اجازه ورکول کیږي.
خو په پوله دوه اړخيزه اېمګرېشن بند دی او د سوداګرۍ د ګاډو تګ راتګ روان دی.
د پولې دواړو خواو ته پراته خلک چې په پوله روزګار کوي د هغوی روزګارونه هم تړلي پراته دي.
د چمن په پوله به د کرونا وبا نه وړاندې په عادي ورځو کې د اندازې ترمخه دواړو خواو ته د زرګونو په شمېره کې خلک تګ راتګ کولو.