د جرنلسټانو د حقونو د څار نړیوال تنظیم "بې پولې خبریالان/ رپورټر ود اوټ بارډ" د پاکستان د وزيراعظم عمران خان نوم د نړۍ د هغو 37 حکومتي مشرانو په فهرست کې شامل کړی چا چې د صحافت د ازادۍ پر ضد په لويه کچه اقدام کړی دی.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ویلي،
د يو سازش لاندې په پاکستان کې د اظهار په ازادۍ د بندېز بيانيه ورکول کيږي، پاکستان د اېف اې ټي اېف او دغه ډول نورو ادارو په نېټ ورک کې د راوستو دپاره يوه مخصوصه ډله د دغه پروپېګنډې برخه جوړيږي.
هغه د کومې ډلې یا ګروپ د نوم اخستو پرته تور لګولی چې د باهر نه جعلي ګروپونه خبر پېلوي او په پاکستان کې يې يوه مخصوصه ډله پېژني نه خو دغه بيانيه مخ په وړاندې خوروي.
ایک سازش کے تحت پاکستان میں آزادی اظہار پر بندش کا بیانیہ دیا جا رہا ہے، پاکستان کو FATFاوراس جیسے دیگر ریگولیٹری نیٹ ورکس میں لانے کیلئے ایک مخصوص گروپ اس پروپیگنڈے کا حصہ بنتے ہیں باہر سے جعلی گروپ خبر شروع کرتے ہیں پاکستان میں ایک مخصوص ٹولہ جانتے نہ اس بیانیےکو آگے بڑھاتا ہے
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) July 6, 2021
د رپورټرز وِد اوټ بارډرز تنظیم د انځورونو دغې ګېلرۍ ته د ار اېس اېف 2021 د (پرېس فرېډم پرېډېټرز ګېلري) نوم ورکړی دی.
د آر اېس اېف سېکرټري جنرل د تنظيم په وېبپاڼه ليکلي چې د آر اېس اېف په دغه ګېلرۍ کې اوس د نړۍ 37 مشران شامل دي خو وايي څوک دا نه شي ویلی چې دغه فهرست مکمل دی.
د صحافتي ازادۍ د مخنيوي په دغه ګېلرۍ کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان نه علاوه د هندي وزیر اعظم نرېندرا مودي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکيې صدر رجب طيب اردوان، د چین صدر شي جین پینګ او نورو نومونه شامل دي.
فواد چودري ته په ځواب کې د پاکستان ياد جرنلسټ حامد مير ويلي،
"تاسو وايئ چې څوک هم په پاکستان کې په صحافيانو بندېزونه لګوي هغه خو بې قصوره دي خو کوم صحافي چې د دې بندېزونو پرضد غږ پورته کوي هغه د سازش برخه دي تاسو غواړئ چې زه دا ونه وایم چې په ما پابندي ده زه اووایم چې په ما چا پابندي نه لګولې زه خو بس رخصتيانې کوم خوند ترې اخلم".
آپ یہ کہہ رہے ہیں کہ جو بھی پاکستان میں صحافیوں پر پابندیاں لگواتا ہے وہ تو بے قصور ہے لیکن جو صحافی ان پابندیوں کے خلاف آواز اٹھاتے ہیں وہ سازش کا حصہ ہیں آپ چاہتے ہیں میں یہ نہ کہوں کہ مجھ پر پابندی ہے میں کہوں کہ مجھ پر کسی نے کوئی پابندی نہیں لگوائی میں توبس چھٹی منا رہا ہوں https://t.co/dYQ6LPAhll
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) July 6, 2021
حامد مير چې د پاکستان د جيو ټيلي ويژن کوربه وو د مې د مياشتې په وروستیو کې په ټيلي ويژن د پروګرام د کوربه توب څخه لرې کړی شوی وو.
مير هغه وخت د پروګرام څخه لرې کړی شوی چې په اسلام اباد کې يې د یو خبريال اسد طور د برید پرضد جوړې احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو نيوکې کړې وې.
د بشري حقونو او د خبريالانو ملکي او نړيوالو تنظيمونو دغه کار په سختو ټکو کې غندلی وو.
د جیو ټي وي انتظاميې ويلي وو د حامد مير د تقرير په ضد د ټولنې بېلابېيو طبقو د غبرګون د جاج اخستو نه پس د دوی ادارتي ټيم د حامد مير په ځاى د هغه د پروګرام بل کوربه ته د سپارلو پرېکړه کړې ده.
وزير فواد چودري هغه وخت ويلي وو حکومت د حامد مير د معاملې سره څه تړاو نه لري او د پروګرام په حقله فيصلې کول د چېنل اختيار دی.
ار اېس اېف د روان کال د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ (درېمه مې) په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه ويلي وو، د وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې د راتګ وروسته په پاکستاني مطبوعاتو د پوځي اسټېبلېشمنټ اثر زیات شوی دی.
خو عمران خان له دې وړاندې په پاکستان د مطبوعاتو او جرنلسټانو د ازادۍ په اړه ويلي چې په پاکستان کې مطبوعات د مغربي هېوادونو څخه هم زیاته ازادي لري.