نورې نړۍ د ملالې زېږورځ ونمانځله خو پنجاب يې په تصوير بندیز ولګاوه

اسلام اباد ـــ يو خوا که د نړۍ لويه برخه د جینکو د تعليم مبارزې او د نوبل امن جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ ته د هغې په 24 زېږورځ مبارکي وايي او دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا د ملاله ورځ نمانځي نو په پاکستان کې څه خلک د هغې سیوری په کاڼو ولي.

د دې کرکې تازه بېلګه د پنجاب ټېکسټ بک بورډ هغه پرېکړه ګڼل کيږي چې د صوبې د ټولو پلورنځايونو څخه د اووم جماعت د سوشل سډيز هغه کتاب اوچت کړی او په خورولو او ښودلو يې بندېز لګولی په کوم کې چې د ملاله يوسفزۍ تصوير د محمد علي جناح، سر محمد اقبال، د يو وژل شوی پاکستاني پوځي مېجر عزيز بهټي او نورو مهمو شخصياتو سره په يوه پاڼه ښودل شوی دی.

په سوشل مېډيا د ګل- دوشنبې د ورځې نه ټرېنډ روان وو چې ياد کتاب دې بند کړی شي ځکه د دوی پهنظر د ملک دښمنه او اسلام دښمنه ملالې عکس څنګه د 1965م کال د پاکستان د هند سره د جنګ اتل مېجر عزيز بهټي سره يو ځای راغلی؟

خو په ياده مېډيا دا هم پوښتنه شوې چې په ياد جنګ کې د عزيز بهټي د مېړانې کومه ځانګړتيا مخې ته راوړي او بلکې يو پنجابي صحافي وقاص احمد ګورايه خو په سخته ژبه ليکل کړي او په خپل ټوېټر وايي د ملالې يوسفزۍ عکسد انګرېز د دلال او فيلډ مارشل جنرل ايوب خان د مارشل لا ملګري عزيز بهټي سره هډو يو ځای پکار نه وو ځکه ميجر بهټي په جنګ کې مړ شو او ملاله د امن د پاره په نخښه شوه.

د پنجاب ټيکسټ بک بورډ او د صوبې د تعليم وزارت د وي او اې ډيوه د رابطو هڅو ته ځواب نه دی ويلی خو د پاکستان وتلی اخبار ډان ليکي د پنجاب بورډ دريځ دی چې کتاب يې ځکه د مارکيټ نه لرې کړی چې د چاپ اجازه يې د وړاندې نه اخستل شوې نه وه.

څو کاله وړاندې په پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت په پېښور پوهنتون کې د ملالې د کتاب "ای ايم ملاله" د مخکتنې اجازه نه وه ورکړې اود تنقيد کوونکو په خوله د دې ګام پورته کولو حکومت کوم خاص دليل هم د دستورې د نه پرېښودلو لرلو.

په دې اړه د اکسفورډ يونيورسټي د چاپ څانګې غبرګون لا مخې ته نه دی راغلیخو د خبرونو تر مخه پنجاب تېر کال د سلو نه زيات کتابونه غير قانوني ګرځولي وو او بندېز پرې لګېدلی دی.

د دې تر څنګ د پنجاب د شخصي سکولونو د تنظيم مشر کاشف مرزا هم خبري کانفرنس ته ويلي يوه ډاکومينټري يې د "ای ايم ناټ ملاله" په نوم په ټول ملک کې خوره کړې چې پکې د اسلام او د واده په اړه د ملالې خيالات پکې ښودل شوي دي.

ملالې په ياده مرکه کې ويلي وو د مور سره به يې په تېر کې په دې بحث کولو چې که دوه تنه په خوشالۍ يو ځای اوسېدلی شي نو واده کولو ته حاجت څه چې بيا په جواب کې وايي مور ورته ويل واده ډېر ښکلی عمل دی.

ياد تنظيم د ملالې يوسفزۍ د کتاب "ای ايم ملاله" د چاپ نه وروسته د پاکستاني مډيا په مټ د "ای ايم ناټ ملاله" په نوم کمپېن پيل کړو او دا تاثر يې خورولو چې ملاله نه يواځې د اسلام بلکې د پاکستان خلاف ده او د ملک غداره ده.

ملاله په کال 2012 کې د اکتوبر په نهمه په سوات کې د سکول نه کور ته بيرته تلله چې وسلوالو طالبانو پرې مرګونی بريد وکړو خو سره د دې چې په سر وويشتل شوه د مرګ نه بچ شوه او د وخت حکومت برتانیې ته د علاج د پاره ولېږله چې ژوند يې وژغورل شو.

د پنجاب د تعليمي بورډ په پرېکړه پوهاند ډاکټر پروېز هودبای وي او اې ډيوه ته وايي "دا د رياست نه بلکې د پنجاب پاليسي ده او پنجاب زوړپالنې ته تللی دی. ملاله چې د ترهګرۍ خلاف په سر ويشتل شوې وه هغې ته بد ويل او اوساما بن لادن ته شهيد ويل د دې بېلګه ده چې پاکستان د توندلارۍ سره مخ دی”.

يو بل پخواني پروفيسر او څېړونکي ډاکټر اې ايچ نير ډيوه ته وويل “ملالې ته ټوله نړۍ احترام ورکوي خو په پاکستان کې د هغې نه کرکه کيږي. دا ښيي چې پاکستانۍ ټولنه ذهني ناروغه ده”.

هغه وويل دوو تنو پاکستان ته نوبل امن جايزه وګټله يو ډاکټر عبدالسلام چې د پايې فزېسېسټ وو او په مرګ هم پاکستان ته د ښخولو د پاره پرې نه ښودل شو او بله د طالبانو د توندلارۍ خلاف کلکه ولاړه ملاله يوسفزۍ ده چېد توندلارۍ خلاف مبارزه کوي او د جینکو د تعليم او حقونو قوي غږ دی، دواړه په پاکستانۍ ټولنه کې يو شمېر خلک بد بولي.