کندهار کې د رويټرز خبريال وژل شوی

د پاکستان سره په پوله د افغانستان د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ/ ضلع کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د رويټرز خبريال وژل شوی دی.

رويټرز خبري ادارې د افغان کمانډر د قوله ویلي، د رويټرز خبريال دانش صديقي نن د جمعې په ورځ (16 جولايۍ) د پاکستان سره پولې ته نزدې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې کورېج کولو او په دغه مهال وژل شوی دی.

د خبريال د وژنې په اړه یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته ويلي چې دانش صديقي د تيرې اوونۍ راهسې د افغان ځانګړو ځواکونو سره د کندهار په بېلابيلو برخو کې د جګړې په لومړو کرښو کې وو او رپورټونه یې جوړول.

چارواکي ويلي دانش نن سهار سپين بولدک ته د خبريال دندې تر سره کولو يا کورېج له تللی وو.

د رويټرز صدر مايکل فريډنبرګ او چيف ايډيټر اليسينډا ګېلون ویلي، دوی په دغه اړه نور مالومات راټولوي او په سيمه کې د چارواکو سره په کار کوي.

د رويټرز په بيان کې ويل شوي، "دانش يو وتلی خبريال ، مينه ناک خاوند او پلار او تکړه همکار وو. په دې سخت وخت کې مونږ د هغه د کورنۍ سره يو".

خبري ادارې د افغان چارواکي له قوله ویلي، صديقي د دوکاندار سره خبرې کولې چې طالبانو پرې برید کړی دی.

ویل شوي صديقي د کال 2010 نه د رویټرز سره وو، او هغه د ډلې برخه وو چې د روهنګيا په بحران يې فلم جوړ کړ ی او د 2018 پلټزر انعام يې ګټلی وو.

صدیقي په وروستيو کې په خپل ټویټر په افغانستان کې د افغان ځواکونو او طالبانو د نښتو او کورېځ ځينې عکسونه خپاره کړي او پوسټونه یې کړي وو.

په هند کې د افغانستان سفير د دانش صدیقي په وژنه د خفګان څرګندونه کړې ده.

د هند د انډيا ټوډی خبري ادارې ترمخه د دانش صديقي تعلق چې د هند سره وو، هغه اول د ټيلي ويژن د خبريال په توګه صحافت پېل کړی او فوټو جرنلسټ جوړ شوی وو.

د رویټرز د خبريال د وژنې پېښه په داسې حال کې شوې چې د نهې/ سه شنبې د ورځې نه په سپين بولدک کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

طالبانو دعوه کړې چې د سپين بولدک او پاکستان سره پوله يې نيولې خو افغان چارواکو دغه دعوې رد کړي او ویلي يې وو د سپين بولدک مرکز د افغان ځواکونو سره دی.

نن د افغانستان د دفاع وزارت وياند فواد امان ويلي، د تیري شپې راهسې د کندهار د سپين بولدک ولسوالي د ترهګرۍ څخه پاکول پېل کړی شوي دي.

هغه دعوه کړې افغان کمانډو مخ په وړاندې روان دي او طالبانو ته غټه مرګ ژوبله اوښتې ده.